د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

هغه معلول سرتېری چې د مېړانې ثبوت‌یې له غمجنې څېرې ښکاري


د افغانستان د ملي اردو د يوه معلول سرتېري د مېړانې او همت عجیبه کیسه.

شریف هغه افغان سرتېری دی چې د خپل هېواد او خاورې د ساتنې په لاره کې یې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړي او اوس له بدې ورځې په کابل ښار کې ټکسي چلوي.

دواړه پښې یې نه‌شته خو له ځانه سره‌يې د نورو د لېږدولو هنر په ښه توګه زده‎ کړی.

شریف وايي، هلمند ولایت کې سرتېری و چې د ماین يوې چادونې دواړه پښې ورڅخه واخیستې.

هغه وايي، په دې خپه نه‎دی چې ولې يې دواړه پښې له لاسه ورکړي خو زړه‌يې په دې درد کوي چې حکومت ورته سمه پاملرنه نه‎کوي.

نوموړی وايي:

"زړه مې په دې درد نه‌کوي چې د وطن لپاره مې خپله وینه بهولې او یا مې د وطن لپاره دواړه پښې له لاسه ورکړي، دا زما لپاره ویاړ او د سرلوړۍ ځای دی او دا ویاړ یوازې زما لپاره نه بلکې د ټول هېواد لپاره ویاړ دی، خو دې باندې مې زړه درد کوي او زه پرې افسوس کوم چې موږ ته هېڅ پاملرنه نه‌شته."

شریف وايي، د ژوند کولو يوازنی هدف‌يې نورو ته خدمت کول او د کورنۍ غړو ته د نفقې پیدا کول دي.

هغه وايي، خلک‌يې د يوه مېړني ځوان په توګه پېژني او په خپل کړي خدمت ویاړي.

د شریف ژوند له ډېرو ناخوالو او ستونزو څخه ډک دی خو دی ورسره د يوه باشهامته او با همته سرتېري په توګه مقابله کوي او ماته نه‌مني.

شریف د خپل ژوند ۲۴ پسرلي ترشا پرېښي خو د يو شمېر اقتصادي او نورو ستونزو له کبله‌یې لا واده نه‎دی کړی.

د ملي اردو دغه معلول سرتېری وايي چې څلور کاله‌يې په هلمند ولایت کې د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کړې او يو نیم کال کېږي چې په کابل ښار کې پرته له دواړو پښو ټکسي چلوي.

د شریف پلار چې د کابل ښار د تایمني په يوه څنډه کې د تازه مېوې هټۍ لري د خپل ځوان زوی دغه حالت ورته دردونکی دی.

نوموړی وايي:

"جګرخوني لري، خو زه بیا هم ویاړم، نو که موږ له خپل هېواد ساتنه او دفاع ونه‌کړو نو تاسو وینئ چې څه حال دی."

د يو شمېر راپورونو له مخې د افغانستان د امنیتي ځواکونو معلول او د وژل شویو سرتېرو کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي خو حکومت‌يې پوښتنه نه‎کوي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې دوی هغو سرتېرو ته چې د ملي اردو په لیکو کې معلول کېږي په هر لحاظ مرستې رسوي او سمه پاملرنه ورته کوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، دوی د افغان سرتېرو قربانیو ته درناوی لري او د دوی حقونه په منظم ډول ورته رسوي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال

ښاغلی رادمنش زیاتوي:

"هغه سربازان، افسران او جنرلان چې معلول کېږي، د هغوی د اسناد په اساس دوی ته په کور دننه او هېواده بهر د درملنې امکانات برابرېږي او د دفاع وزارت د پالېسۍ سره سم هغه سرتېرو ته چې په جنګونو کې معلول کېږي، د يوې نومرې ځمکې ترڅنګ، دوه لکه نقدي مرسته او میاشتنی معاش هم ورکول کېږي."

شریف چې څلور کاله‌یې په هلمند کې د ملي اردو په لیکو کې خدمت کړی پر افغان حکومت غږ کوي چې په پوځ کې د معلولو او وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره مرستې زیاتې کړي، ځکه دوی د خپلې خاورې د ساتنې لپاره قربانۍ ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کب يا حوت نهمه په هېواد کې د سرتېري د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

هغه معلول سرتېری چې د مېړانې ثبوت یې له غمجنې څېرې ښکاري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG