د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

ارزګانۍ کورنۍ: د خپل قربانیانو حق غوښتنې پر مهال پر موږ ملنډې وهل کېږي


په ارزګان ولایت کې د وژل شویو سرتېرو کورنۍ ادعا کوي چې د خپل حق د غوښتنې پر مهال دولت پرې ملنډې وهي.

په دغه ولایت کې د یو شمېر وژل شویو سرتېرو د کورنۍ غړو د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دولت له پامه غورځولي او هغه حقوق‌يې هم نه‎دي ورکړي کوم چې یو سرتېري ته تر مرګ وروسته ورکول کېږي.

دوی له دولته غواړي څو خپل حقوق ورکړي، له ډلې یې مېرمنې جمیلې ازادي راډیو ته وویل:

"زوی مې پولیسو کې دنده لرله، ۴ میاشتې مخکې طالبانو سره جګړه کې وژل شوی، اوس د خوارۍ څوک نه‎لرم څو د خپل د زوی یتیمان پرې وساتم."

مېرمن ګل سیکه هم همدا ستونزه لري:

"پولیسو کې مې دوه زامن وو چې درې میاشتې مخکې مړه شول، زه کور کې هېڅ‌څوک نه‌لرم، اوس په ښار کې خیرات ټولوم."

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له تېرو ۹ میاشتو راهیسې د وسله‎والو طالبانو سره په روانه جګړه کې ۴۶۹ ملي او محلي پولیس وژل شوي او ۶۳۷ نور ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ اداري مرستیال شفیق‌الله طاهري دغه ادعاوې په کلکه ردوي.

نوموړی وايي، د هر سرتېري کورنۍ ته‌یې د کورنیو چارو وزارت د هدایت پر اساس خپل حقوق ورکړي دي او نورې مرستې به هم ورسره وکړو.

د ارزګان د امنیه قوماندانۍ اداري مرستیال شفیق الله طاهري
د ارزګان د امنیه قوماندانۍ اداري مرستیال شفیق الله طاهري

ښاغلی طاهري وايي:

"موږ یوه مشترکه کمېټه جوړه کړې چې په حضور کې یې موږ د هر سرتېري کورنۍ ته د هغه د یو کال معاش ورکوو چې تېره ورځ مو هم یو شمېر کورنیو ته ورکړې، موږ به هېڅکله هم د یوه سرتېري وینه ونه‎څښو."

ارزګان د افغانستان یو له هغو ناامنه ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په وینا له تېرو ۹ میاشتو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‎والو تر منځ د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته په دوه کېلو مترۍ کې سخته جګړه روانه ده.

د یادونې وړ ده چې د ارزګان امنیتي چارواکو له دې وړاندې ویلي وو چې په دغه ولایت کې وسله‎وال طالبان له ماتې سره مخ کړي او د مخامخ جګړې توان نه‎لري.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG