د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

سوپکو: د افغان امنیتي ځواکونو په اړه تر بل هر وخت زیات خوشبین یم


د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د لګښتونو د څارنې د ځانګړې ادارې «سیګار» مشر جان سوپکو په یوه نوې مرکه کې ویلي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د راتلونکې په اړه، تر بل هر وخت زیات خوشبین دی.

جان سوپکو د جمعې په ورځ د امریکا له سټارس انډسټرایپس ورځپاڼې سره په مرکه کې څرګنده کړې چې د نړیوالې ټولنې له هڅو چې غواړي د افغانستان اردو او پولیس پر خپلو پښوودرېږي، هم خوشاله دی.

د سیګار مشر د افغانستان د اردو او پولیسو د راتلونکې په اړه د خوشبینۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې په امنیتي ادارو کې اداري فساد هغه لویه ستونزه ده چې ممکنو پرمختګونو ته ګواښ پېښوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مصارفو سرڅارونکي له دې امله چې په مکرر ډول يې له هغو پروژو چې د امریکا پېسې په کې ضایع شوې پرده پورته کړې او انتقادونه یې کړي، په واشنګټن او کابل کې ډېر پېژندل شوی دی.

جان سوپکو
جان سوپکو

جان سوپکو په افغانستان کې د اداري فساد پرضد د مبارزې د هغې ستراتېژې د کتنې او ارزونې لپاره کابل ته تللی چې تېرکال د افغانستان حکومت د بروکسل په کنفرانس کې اعلان کړې وه.

سوپکو کابل ته په لس ورځني سفر کې، پرون له سټارس انډسټرایپس ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان د اردو او پولیسو د روزنې د پروګرامونو په اړه یې فکر مثبت دی او تر هر بل وخت زیاته خوشبیني لري.

سوپکو ویلي چې ارزونه یې د افغانستان د ماموریت لپاره د نویو پالیسیو د څېړنې او هغو چارواکو د اقدامونو پر اساس ده چې پر دې ماموریت کار کوي.

هغه په ځانګړي ډول د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د لوی قوماندان جنرال جان نېکلسن یادونه کړې ده.

جان سوپکو زیاته کړې چې په تېرو پينځو کلونو کې چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مصارفو د سر څارونکي یا مفتش په توګه کار کوي، اول وار د دومره خوشبیني لري خو منلې یې ده چې د افغانستان د اردو او پولیسو خودکفايي ته اوږده لار پاتې ده او ډېرې ستونزې ورته پرتې دي.

جان سوپکو ویلي چې یو لوی خنډ اداري فساد دی او که یې مخنیوي ونه شي ممکن پرمختګ ناکامولائ شي.

د جان سوپکو ادارې تېره میاشت یو رپوټ خپور کړ اوپکې ویې ویل چې واشنګټن پخوا، د دې لپاره بشپړه تیاري نه لرله چې د افغانستان پوځ او پولیس داسې وروزي چې خپل هېواد په خپله وساتلائ شي.

جان سوپکو پرون سټارس انډ سټرایپس ته ویلي چې د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ ادارې د مخکني حکومت په پرتله، د دوی رپوټ ته اغېزمن ځواب ورکړی دی.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر د روان کال په اګست میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتيژي اعلان کړ.

د افغانستان په اړه د ډونالد ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:41 0:00

د سټارس انډ سټرایپس ورځپاڼې په حواله، د ستراتېژۍ تر اعلان مخکې، جان سوپکو او د هغه د ادارې یوشمېر نورو چارواکو د امریکا له دفاع وزیر او د ټولو ځواکونو له لوي درستیز سره د افغانستان د شپاړس کلنې جګړې پر بریاوو او ناکامیو خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG