د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

صدیقي: ممکن مخالفینو په افغان هوایي ځواک کې نفوذ کړی وي


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوي دا اندېښنه لري چې ممکن په افغان هوايي ځواک کې د وسله والو مخالفينو د نفوذ له امله، په هلمند کې افغان ځواکونه په نښه شوي وي.

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په هوايي حمله کې د ۱۰ افغان پوځيانو وژل کېدو، د مشرانو جرګې تند غبرګون راپارولی دی.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، داسې احتمال هم شته چې ممکن په افغان هوايي ځواک کې وسله والو مخالفينو نفوذ کړی وي او په قصدي ډول داحمله ترسره شوې وي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

نوموړي د دغې پېښې نورو عواملو ته داسې اشاره وکړه او ویې ویل:

"په هلمند کې چې کومه غمیزه رامنځته شوې، په خواشینۍ سره چې د وسله والو مخالفينو پرځای زموږ افغان سرتېري د هوايي ځواک له خوا په نښه شوي، زه فکر کوم هوايي ځواک کې ممکن وسله والو مخالفينو نفوذ کړی وي، یا دا چې د استخباراتو له خوا ورته غلط راپور ورکړل شوی وي او یاهم د شخصي عقدو له مخې وي، خو په هر حال، موږ ورته تېروتنه نشو ویلی او د بخښنې وړ مسئله نه ده. "

په هلمند کې ۱۰ تنه افغان پوځیان د یکشنبې په ورځ د افغان ځواکونو په هوايي حمله کې وژل شوي دي.

دا په ګرشک کې دوهمه هوايي حمله ده چې افغان پوځیان پکي په نښه کېږي.

د جولای په میاشت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بمبار کې چې هغه هم تېروتنه ګڼل شوې وه، ۱۶ افغان پوځیان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د افغان ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ خبره تر دې وړاندې هم مطرح شوې ده، خو دا لومړی ځل دی چې د افغان هوايي ځواک په برخه کې هم ورته نظرونه مطرح کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت دغه حمله یوه تېروتنه ګني، خو وايي، د یادې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی ګمارل شوی دی.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په خواشینۍ سره په هلمند کې زموږ له هوايي ځواکه په تېروتنه دا پېښه شوې ده او زموږ لږترلږه ۱۰ افغان پوځيان وژل شوي او په دې اړه یو پلاوی ټاکل شوی چې هر اړخیزې څېړنې وکړي."

نوموړی وايي، له څېړنو وروسته به په دې اړه جزیات له رسینو سره شریک شي.

خو د مشرانو جرګې غړي خبرداری ورکوي، که چېري د یادې پېښې په تړاو جدي پلټنې ونشي او عاملینو ته یې سزا ورنکړل شي، ورته نورې پېښې به هم رامنځته شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG