د افغانستان ولسي جرګه وايي، ټاکل شوې چې سبا د شنبې په ورځ دې جرګې ته تازه ۱۲ معرفي شوي نوماند وزیران خپلې کاري برنامې تشریح کړي.
ولسي جرګه وايي، د رئیسانو د کمېټې په غونډه کې پرېکړه شوې چې د شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۱» به نوي معرفي شوي نوماند وزیران د دغه جرګې غړو ته خپلې کارې برنامې وړاندې کړي.
د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفانالله عرفان د جمعې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۰»ازادي راډيو ته وویل چې نوماند وزیران به په درېیو ورځو کې خپلې کاري برنامې وړاندې کړي او له دې وروسته به د رأیې اچونې پروسه پیل شي.
دی وايي:
"راتلونکې شنبه، یکشنه او دوشنبه نوماند وزیران ولسي جرګې ته تشریف راوړي او ټاکل شوې چې سبا پنځه نوماند وزیران، بله ورځ پنځه نور او د دوشنبې په ورځ دوه تنه خپلې کاري برنامې وړاندې کړي، ورپسې موږ د رأیو صندقونو ته ځو او د رأیې ورکولو پروسه پیلوو."
دا ۱۲ نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور د رأيې د ترلاسه کولو په هدف تېره شنبې د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش له لوري معرفي شول.
ښاغلي دانش د ولسي جرګې په غونډه کې وویل چې دا کسان د تجربې او لیاقت له مخې ټاکل شوي او د دې جرګې له غړو يې وغوښتل چې شرایطو ته په پام سره دوی ته د باور رأیه ورکړي.
نصیر احمد دُرانی د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو، مجیب الرحمن کریمي د کلیو د بیا رغونې او پراختیا، طارق شاه بهرامي د دفاع، ویس احمد برمک د کورنیو چارو، یما یاري د فواید عامې، فیضالله ذکي د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو، مصطفې مستور د اقتصاد، حمید طهماسي د ټرانسپورټ، شهزاد ګل اریوبي د مخابراتو او تکنالوژۍ، ګلاغا شيرزی د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو، نرګس نهان د کانونو او پطرولیم او نجیبالله خواجه عمري د لوړو زدهکړو وزارت ته د کاندید وزیرانو په توګه معرفي شوي دي.
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د وزیرانو د معرفۍ په غونډه کې ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د کابینې او د سترې محکمې د عالي شورا پاتې غړي هم، د باور رأیې د اخېستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.
په ورته وخت کې یو شمېرحقوقي کارپوهان وايي چې د ولسي جرګې غړي دې د وزیرانو د کاري برنامو له اورېدو وروسته معیارونه په پام کې ونیسي او بیا دې رأیه ورکړي.
له ډلې يې کبیر رنجبر ازادي راډيو ته وویل:
"یو سلسله معیارونه دي چې باید جدي په نظر کې ونیول شي، مثلاً که یو کس کاندید شوی دی په خپله رشته کې لوړې زدهکړي لري او په ورته وخت کې خرابه سابقه هم نهلري حد اقل ښه کاري تجربه لري نو تخصص او کاري تجربه باید خامخا په نظر کې ونیول شي."
ښاغلی رنجبر ټینګار کوي چې د هېواد شرایطوته په کتو باید ولسي جرګه نوماند وزیرانو ته د باور رايې د ورکړې په برخه کې له ډېرې سختۍ کار وانه خلي ترڅو په وزارتونو کې د سرپرستۍ مسله ختمه او په ادارو کې د ستونزو مخه ونیول شي.
راپور: اکرام الله اکرام