د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

د نوماند وزیرانو او وکیلانو ترمنځ د پټو معاملو په اړه د ولسمشر غني خبرداری


ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د لېست له لېږلو سره ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، که هر نوماند وزیر د رأیو د اخیستلو لپاره د ولسي جرګې غړو ته پیسې ورکړي د کاندیدانو له لېست څخه به‌یې وباسي.

د جمهور رئیس د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په یوه لېږل شوي وېډیويي کلېپ کې ویلي، په همدې ډول ولسمشر غني د چهارشنبې ورځې د کابینې په غونډه کې وزیرانو ته هدایت وکړ تر څو د اداري فساد پر وړاندې د ملي ستراتېژۍ د عملي کېدو لپاره ځانګړې طرحې جوړې کړي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې په نننۍ غونډه کې د اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتېژۍ پر عملي کېدو ټنیګار وکړ او د کابینې له وزیرانو یې وغوښتل چې د عملي کېدو لپاره‌یې ځانګړي پلانونه تنظیم کړي، په همدې توګه ولسمشر نوماند وزیرانو ته به خطاب کې وویل، په هغه صورت کې چې د باور رأیې د اخیستلو لپاره له ولسي جرګې سره څه معامله وشي هغه به له لېسته لیرې شي."

دا په داسې حال کې ده چې حکومت له اوږده انتظار وروسته د ۱۲ کاندید وزیرانو لېست بشپړ کړی او ټاکل شوې ولسي جرګه ته‌یې ولېږي.

ولسي جرګې هم بیا بیا له حکومت څخه غوښتنه کړې تر څو د سرپرستۍ موضوع ختمه او د باور رأیو د اخیستو لپاره کاندید وزیران ورمعرفي کړي.

له دې وړاندې داسې تورونه ډېر پورې شوي چې د ولسي جرګې غړي له نوماند وزیرانو نه د رأیو ورکولو په بدل کې پیسې اخلي او د باور رأیه د پروګرامونو او وړتیاوو پر ځای د جوړجاړي به بدل کې ورکول کېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر عبدالباري جهاني له استعفا وروسته په دې اړه په خپله فېسبوک پاڼه کې ولیکل، دوه کاله وړاندې ولسي جرګې ته د ورمعرفي کېدو وروسته د ولسي جرګې د هغه وخت لومړي مرستیال ظاهر قدیر ده او نورو نوماند وزیرانو ته په یوه مېلمستیا کې وویل تاسې یوازې د پیسو په بدل کې له ولسي جرګې د باور رأیه اخیستلی شئ.

وروسته بیا ښاغلي قدیر د هغه دا ادعا رد کړه.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې اداري هیئت وايي، دوی پرېکړه کړې چې د وکیلانو او نوماند وزیرانو ترمنځ د هر ډول فساد مخه به نیول کېږي.

عبدالقادر ځاځی وطندوست
عبدالقادر ځاځی وطندوست

د دغې جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست ازادي راډيو ته وویل:

"موږ اداري هیئت څو ورځې وړاندې له ولسمشر سره ناسته درلوده او هغه ته مو وړاندیز وکړ تر څو ټولو حکومتي چارواکو په تېره بیا کاندید وزیرانو ته هدایت وکړي چې له هر ډول معاملو ځانونه وژغوري، نه‌یوازې د رأیې ورکولو په وخت کې بلکې په ټولو کاري چارو کې."

د ښاغلي ځاځي په وینا د وکیلانو او نوماند وزیرانو تر منځ د پیسو د راکړې ورکړې موضوع تر ډېره په رسنیو کې ګرمه ده، خو له دې ورهاخوا به دې اړه کره اسناد دوی ته نه‌دي رسېدلي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG