د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

محمد نذیر احمدزی: د کابینې تر بشپړېدو نوماند وزیرانو ته رأیه نه‌ورکوو


په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسي جرګې د دوبي د رخصتیو پای ته څو ورځې پاتې دي، د دې جرګې اداري پلاوی له حکومته جدي غوښتنه کوي چې دوی ته ټول کاندید وزیران معرفي کړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، تر کومه چې د ټولو وزارتونو لپاره کوم چې د سرپرستانو له‌خوا اداره کېږي کاندید وزیران دوی ته معرفي نه‌شي د رأیو صندوقونه به کې‌‌نه‌ږدي.

ښاغلی احمدز وايي، حکومت باید د جرګې د کار له پیل وړاندې ټول کاندید وزیران دوی ته معرفي کړي.

نذیر احمدزی
نذیر احمدزی

نوموړي زیاته کړه:

"بدبختانه به ووایم چې تر دې دمه د پوهنې د وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر موضوع همداسې پاتې ده، د ملي شورا کارونه چې پیل شي موږ تر هغې دوی ته صندوقونه نه‌ږدو تر کومه چې دوی ټوله کابینه اماده کړې نه‌وي، نېږدې دوه کاله کېږي چې موږ په کابینه بوخت یو."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغانستان ملي شورا د راتلونکې شنبې په ورځ د د دوبي د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته په خپل کار پیل وکړي.

اوس‌مهال د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په ګډون د پوهنې، لوړو زده‌کړو، اطلاعات او فرهنګ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو، کانونو او پطرولیم، بهرنیو چارو، سرحدونو قومونو او قبایلو چارو، اقتصاد او فواید عامې وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

د افغانستان ولسي جرګې تېر کال ۱۶ وزیران له ۷۰ فیصد نه د کمې پراختیايي بودجې د مصرف له امله استیضاح او له دې ډلې يې له اوو وزیرانو د باور رأیه واخیسته.

په دې وروستیو کې جمهوري ریاست د یو شمېر وزارتونو لپاره نوې څېرې د وزیرانو په توګه معرفي کړې دي.

خو تر دې دمه د اطلاعات او فرهنګ، بهرنیو چارو او پوهنې وزارتونو لپاره وزیران نه‌دي معرفي شوي.

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د پاتې وزیرانو د معرفي کېدو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"هغه وزارتونه چې د سرپرستانو له‌خوا اداره کېدل او وزیران‌يې نه‌درلودل نوې څېرې ورته د کاندید وزیرانو په توګه معرفي شوې دي، تر دقیقې ارزونې وروسته به د اړتیا په صورت کې نور وزیران هم معرفي شي."

د ملي وحدت حکومت د کار له پیل نه په یو شمېر ادارو او وزارتونو کې د سرپرستۍ مسئله د انتقاد وړ ده.

خو اوس یو شمېر چارواکي وايي چې د ملي وحدت حکومت مشرانو دا موضوع جدي نیولې ده.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG