د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

ولسي جرګه: د نوماند وزیرانو په پېژندلو کې ځنډ د ملت د استازو سپکاوی دی


د افغانستان ولسي جرګه وايي، د حکومت له خوا د نوماند وزیرانو په پېژندلو کې ځنډ او د جرګې د اجنډا خرابول د ملت استازو ته سپکاوی دی.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې اجنډا د حکومت له خوا د ۱۲ نوماند وزیرانو پېژندنې ته ځانګړې شوې وه، حکومت دغه چاره تر راتلونکې اوونۍ پورې وځنډوله.

د حکومت دغه کړنې د افغانستان د ولسي جرګې د اداري پلاوي او يو د شمېر وکیلانو غبرګونونه را پارول او دوی د حکومت دغه کار د افغانستان ولسي جرګې ته سپکاوی وباله.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون چې د دې جرګې د دوشنبې د ورځې د ناستې مشري يې کوله، د وکیلانو تر نظرونو او بحث وروسته د ولسي جرګې له حیثیت او پرېکړو څخه دفاع کول، د ټولو وکیلانو مسؤلیت یاد کړ.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون

ښاغلي همایون وویل:

"دا چې د حکومت له خوا ولسي جرګې ته سپکاوی کېږي، دا موږ او تاسو او دغه جرګې پورې اړه لري، د ولسي جرګې او د دغې جرګې له حیثیت څخه باید ټول وکیلان دفاع وکړي او دا مسئله ځکه مهمه ده چې د افغانستان خلک پرته له دغې جرګې نه پوهېږي چې خپل شکایت چېرې درج کړي."

د ولسي جرګې د اجنډا له مخې، ټاکل شوې وه چې نن دوشنبه به ۱۲ نوماند وزیران د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش له خوا ولسي جرګې ته د باور رأیو د اخېستو لپاره معرفي شي.

ټاکل شوې وه چې طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزارت لپاره د نوماند وزير په توګه، فيض الله ذکي د کار او ټولنيزو چارو، نرګس نهان د کانونو او پطروليم وزارت، محمد شفيق ګل اغا شېرزى د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو، حميد طهماسي د ټرانسپورت، عبداللطيف روښان د لوړو زده کړو، ويس احمد برمک د کورنيو چارو، شهزادګل اريوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، مجيب الرحمن کريمي د کار او ټولنيزو چارو او يما ياري د فواید عامې وزارت د نوماند وزير په توګه، ولسي جرګې ته د باور یا عدم باور رأیو اخېستو لپاره معرفي شي.

خو د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي په يوه خبري ناسته کې رسنیو ته وويل چې د نوماند وزيرانو پېژندل په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت د يوه مکتوب له مخې چې تېره ورځ مازيګر مهال دغې جرګې ته استول شوى، راتلونکې اوونۍ ته ځنډول شوي.

که څه هم د ولسي جرګې يو شمېر وکیلان ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو په پېژندلو کې د ځنډ لامل د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات په ګوته کوي، خو ولسي جرګې ته د پارملني چارو د وزارت له خوا په لېږل شوي مکتوب کې، د نوماند وزيرانو په معرفي کې د ځنډ لامل تخنيکي چمتووالی ښودل شوى دى.

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي
د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي زیاته کړه:

"فکر کوم د وزیرانو د نه معرفي کولو اساسي علت د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ، د وزیرانو پر سر د اختلاف د نظر مسئله وه چې نن وزیران معرفي نشول."

ښاغلی اصولي وايي، د نوماند وزیرانو اسناد لا تر اوسه دوی ته ندي رسېدلي او کله چې اسناد د ولسي جرګې دیني او فرهنګي کمېسیون ته ورسېږي، نو دوی به د اصولو سره سم د نوماند وزیرانو اسناد وارزوي او له هغه وروسته به د شنبې په ورځ، د ۱۲ نوماندو وزیرانو سره فوق العاده غونډه کوي او بیا به نوماند وزیرانو ته د صندقونو اېښودلو د موضوع په اړه ولسي جرګې ته معلومات وړاندې کوي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG