د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

ولسي جرګه: د کاندید وزیرانو د رایې ورکولو مخکې دې ددوی اسناد وڅېړل شي


د افغانستان ولسي جرګه د دغې جرګې اړوندو کمېسیونونو ته سپارښتنه وکړه چې د کاندید وزیرانو اسناد وڅېړي.

د دغې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل؛ وکیلان د قانون او خلکو پر وړاندې مکلفیت لري چې معرفي شوېو اتو کاندید وزیرانو ته د باور یا رد رایه ورکړي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي

نوموړی وايي:

"له قانون سره سم رایه ورکول چې په هغه کې رد او تائید دواړه شامل دي، د افغانستان د خلکو پر وړاندې زموږ مکلفیت دی، نو بناً دغه موضوع موږ پروسس کوو، په حکومت هم غږ کوو چې پاتې وزیران هم ژر معرفي کړي."

د افغانستان ولسي جرګې شاوخوا ۱۰ میاشتې وړاندې هغه وزیران چې له ۷۰ سلنه کمه انکشافي بودجه یې مصرف کړې وه، استیضاح کړل چې له دې ډلې ۷ وزیران بې صلاحیته شول.

افغان حکومت د تېرې میاشتې په اوږدو کې اته تنه د کورنیو چارو، دفاع، ټرانسپورټ، اقتصاد، د سرحدونو او قبایلو، لوړو زده کړو، مخابراتو او د فواید عامې لپاره نوماند وزیران معرفي کړل چې يو شمېر یې په وزارتونو کې خپلې چارې هم پېل کړي.

د بهرنیو چارو، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه اوس هم د سرپرستانو له‎خوا اداره کېږي چې حکومت تراوسه په دې اړه تصمیم نه‎دی نیولی.

په ورته وخت کې جمهوري ریاست وايي چې نور کاندید وزیران به هم ولسي جرګې ته معرفي شي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي تېره ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، یوه ډله کاندید وزیران د معرفۍ لپاره اماده دي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

دی وايي:

"یوه ډله کاندید وزیران د معرفي لپاره اماده دي، ادلون بدلون په حکومت کې یو معمول امر دی، شاید د نور نوېو کاندید وزیرانو لېست او نومونه هم محترمو وکیلانو ته ولېږل شي."

ځینو وکیلانو په هغه پخوانۍ پریکړه چې وايي، ټول کاندید وزیران دې په یوځای معرفي شي او بیا دې رایه ورکړي شي ټینګار کاوه، خو یو شمېر نورو بیا ویل چې د هېواد امنیتي او سیاسي وضعیت ته په کتو باید ولسي جرګه د کابینې په بشپړېدو کې له حکومت سره مرسته وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG