د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

اروپايي ټولنې د بهرنیو رسنیو لپاره د روسیې پر نوي قانون انتقاد وکړ


اروپايي اتحادیې پر هغه قانون انتقاد وکړ چې د روسیې حکومت ته اجازه ورکوي چې په دې هېواد کې هغه بهرنۍ رسنۍ چې له بهره مالي مرستې ترلاسه کوي د بهرنیو اجنټانو په توګه وپیژني او بندیزونه پرې ولګوي.

په روسیه کې د بهرنیو رسنیو په اړه نوی قانون چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین توشیح کړی د روسیې د قانوني معلوماتو په رسمي انټرنټ پاڼه کې د شنبې په ورځ خپور شوی دی.

اروپایي اتحادیې پر دغه قانون انتقاد کړی دی.

د ګاونډیانو د پالیسۍ او د پراختیا په اړه د خبرو لپاره د اروپایي کمېسیون ویاندې مایا کوسیانچیچ Maja Kocijančić د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لېندۍ۰۵» په یوه بیان کې وویل چې دغه قانون د روسیې د بشري حقونو د مسؤلیتونو او ژمنو ضد دی.

د اروپایي کمېسیون ویانده مایا کوسیانچیچ.
د اروپایي کمېسیون ویانده مایا کوسیانچیچ.

هغې دغه قانون په روسیه کې د ازادو او خپلواکو رسنیو او معلوماتو ته د لاس رسي په وړاندې یو بل ګواښ وباله او هم یې هغه په روسیه کې پرخپلواکو غږونو د فضا د تنګولو یوه بله هڅه یاده کړه.

دغه قانون د نومبر په ۲۲ د روسیې فدرالي شورا یا مشرانو جرګې په قاطع اکثریت د ۱۵۴د صفر په مقابل کې تصویب کړی و، یوازې د دې جرګې یوه غړي له رایې ورکولو ډډه کړې وه.

د روسیې دوما یا ولسي جرګې هغه مخکې د نومبر په پنځلسمه یوازې څو ساعته وروسته له هغې چې د روسیې عدلیې وزارت د ازادي اروپا/ ازادي راډیو په ګډون یو شمېر بهرنیو رسنیو ته د خبرداري لیکونه واستول، تصویب کړ.

روسي چارواکو د ازادي اروپا/ازادي راډیو، د امریکا غږ، CNN او د جرمني نړیوالې خپرونې دوچویلې ته هم خبرداری ورکړی چې د بهرنیو اجنټانو په فهرست کې به یې شامل کړي.

په هغو لیکونو کې چې د ازادي اروپا ازادي راډیو په ګډون دغه رسنیو ته استول شوي پکې دا نه دي ویل شوي چې له څه ډول بندیزونو سره به مخامخ شي، خو د روسيې د پارلمان غړیو ویلي چې کېدای شي له هغوی د مالي راپورونو غوښتنه وشي یا هم ورڅخه وغوښتل شي چې خپل مطالب د یوه بهرني حکومت د استازي په توګه خپاره کړي.

روسیه د رسنیو په وړاندې دغه قانون وروسته له هغې تصویبوي چې ورته قانون څه موده مخکې د امریکا متحدو ایالتونو په هغه هېواد کې پر هغو رسنیو عملي کړ چې د روسیې له خوا تمویلېږي.

د امریکا عدلیې وزارت پر رشیه ټوډې RT ټلوېزیون هغه د څولسیزو زوړ قانون تطبیق کړ چې بهرنۍ رسنۍ اړباسي چې د بهرنیو اجنټانو په توګه خپل نومونه ثبت کړي.

ورته قانون امریکا پر رشیه ټوډې ټلوېزیون هم عملي کړی.
ورته قانون امریکا پر رشیه ټوډې ټلوېزیون هم عملي کړی.

د امریکا عدلیې وزارت دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې د امریکا د استخباراتي ادارو د څېړنو په نتیجه کې معلومه شوه چې د روسیې د حکومت له خوا د امریکا د ۲۰۱۶کال د ولسمشرۍ پر انتخاباتو د نفوذ لپاره رشیه ټوډې ټلوېزیون او د روسیې سپوتنیک رسنیو غلط معلومات خپاره کړي و.

XS
SM
MD
LG