په مسکو کې د امریکا سفیر وايي، د لوېدیځو رسنیو په اړه د روسيې نوی قانون د اندېښنې وړ دی.
په روسیه کې د متحده ایالاتو سفیر جون هونټسمن د جمعې په ورځ «۱۳۹۶کال لړم۲۶» په مسکو کې د ازادې اروپا د ازادي راډیو او امریکا غږ له دفترونو کتنه وکړه.
د ښاغلي هونټسمن دا کتنه د روسيي د پارلمان لخوا د لوېدیځو رسنیو په اړه د نوي قانون پر وړاندې له دواړو راډیوګانو د امریکا د حکومت د ملاتړ ښکاره کول بلل کېږي.
د روسيې د پارلمان د استازو جرګې تېره اوونۍ نوی قانون تصویب کړ چې کرملېن ته واک ورکوي څو لوېدیځې رسنۍ د بهرنیو مامورانو په توګه ثبت کړي.
د دې قانون له مخې چې ولسمشر ولادیمیر پوتین يې باید توشیح کړي ،روسي چارواکي واک لري چې د رسنیو فعالیت وڅاري او د هغې د مالي لګښتونو سرچینې وپوښتي.
په مسکو کې د امریکا سفیر د ازادې اروپا د ازادي راډیو په دفتر کې کې وویل:
"زه د دې لپاره دلته یم چې موږ امریکایان باور لروو چې د رسنیو ازادي او شفافیت په مطلق ډول د یوه کامیابه او ډیموکراټیک سیسڼم مهم عناصر دي."
ښاغلي هونټسمن وویل د روسيي دا نوی قانون کېدای شي د ازادې اروپا ازادي راډیو او د امریکا غږ فعالیت په نښه کړي.
په مسکو کې د متحده ایالاتو د سفارت ویاندې ماریا اولسن بیا په روسیه کې د بهرنیو رسنیو په اړه د نوي تصویب شوي قانون په باب ویلي چې واشنګټن به د دې قانون د عملي کېدو څرنګوالی په دقت وڅاري.
نوموړې ویلي امریکا روسيې ته خبرداری ورکړی دی چې د دې قانون د تطبیق په پلمه د رسنیو ازادي محدوده نه کړي.
د روسي د استازو جرګې وروسته تر هغې دا قانون تصویب کړ چې امریکايي چارواکو په متحده ایالاتو کې د بهرني مامور د قانون له مخې له ار ټي یا رشیا ټوډې ټلوېزیون څخه وغوښتل چې خپل کارکونکي راجسټر او مالي سرچینه په ډاګه کړي.
خو په مسکو کې د امریکا سفیر وايي، د رشیا ټوډې د ټلوېزیون په اړه د واشنګټن پرېکړه د دې رسنۍ د کاري شفافیت په هدف ده.
د نومبر په ۱۵ د روسيې د استازو د جرګې لخوا د دې قانون تر تصویب وروسته سمدستي د روسيې د عدلي وزارت په مسکو کې د ازادې اروپا د ازادي راډیو روسيې څانګې د بېشکک تاتار څانګې او د ازادي اروپا د ازادي راډیو او امریکا غږ په مختلفو څانګو کې په روسيي ژبه خپرېدونکو پروګرامونو ته د خبرداریو لیکونه واستول.
که څه هم په دې لیکونو کوم ځانګړی ګواښ نه و خو روسي مقامات وايي، د نوي قانون له مخې د رسنیو پر فعالیتونو ښايې محدودیت ولګېږي.