د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

روسیه: له بهره تمویلېدونکې رسنۍ به د "بهرنیو مأمورینو" په توګه ثبت شي


د روسیې د پارلمان یو لوړپوړي چارواکي ویلي، هغه رسنۍ چې د بهرنیو له‌خوا تمویلېږي که په دې هېواد کې د بهرنیو مأمورینو په توګه ځانونه ثبت نه‌کړي، په روسیه کې به‌یې پر فعالیت بندیز ولګول شي.

د روسیې د پارلمان مرستیال پیوتر تولستوی د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس سره په خبرو کې په دې اړه هغه قانوني لایحه تشرېح کړې چې د دې هېواد پارلمان ته وړاندې شوې ده.

د روسیې لوړپوړي چارواکي د داسې یوې لایحې په اړه وروسته له هغې خبرې کوي چې د روسیې "ار. ټي" ټلوېزيون وویل، په امریکا کې د "بهرنیو مأمورینو د ثبت" تر قانون لاندې راجسټر کړی شوی دی.

مسکو تور پورې کوي چې د "ار. ټي" ټلوېزیوني چینل او د "سپوټنیک" خبري اژانس چې د روسیې د دولت له‌خوا تمویلېږي، تېر کال په امریکا کې تر ډېر فشار لاندې راغلی او ژمنه‌یې کړې چې په ځواب کې به‌یې په روسیه کې امریکايي رسنۍ په نښه کړي.

د دې اوونۍ په اوږدو کې چې د روسیې ټلوېزیوني چینل "ار. ټي" اعلان وکړ، د امریکا د عدلیې وزارت ترې غوښتي چې د بهرنیو مأمورینو د ثبت تر قانون لاندې دې ځان راجسټر کړي.

روسیې د قانون په یوې داسې طرحې کار کاوه چې له مخې یې هغه رسنۍ چې د بهرنیانو له‌خوا تمویلېږي په روسیه کې د بهرنیو مأمورانو په توګه وپېژندل شي.

د روسیې "ار. ټي" ټلوېزيون
د روسیې "ار. ټي" ټلوېزيون

د روسیې د پارلمان مرستیال پیوتر تولستوی ویلي، هغه رسنۍ چې په نورو هېوادونو کې ثبت دي، یا پیسې او نورې سرچینې له بهرنیو سازمانونو او یا هغه روسي شرکتونو چې بهرني یې تمویلوي تر لاسه کوي، د هغوی سازماني او حقوقي جوړښت ته له پام پرته به بهرني مأموران وګڼل شي.

روسي رسنیو د ښاغلي تولستوی له خولې راپور ورکړی چې ممکن د قانون دا طرحه د نومبر په ۱۵مه نېټه د روسیې په پارلمان کې تصویب او د وروستي تائید لپاره به ولسمشر پوتین ته واستول شي.

د روسیې د پارلمان یو بل لوړپوړي غړي اندري عیسایوف، د دوشنبې په ورځ ویلي وو، د دې قانون له تصویب وروسته «ازادي راډیو یا ازادي اروپا راډیو»، «امریکا غږ»، «سي. اېن. اېن» او «دوېچ وېله» هغه رسنۍ دي چې احتمال لري په روسیه کې به د بهرنیو مأمورانو په توګه اعلان شي.

په روسیه کې د امریکا او لوېدیځ د رسنیو پر ضد دا اقدامات په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې په دې هېواد کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د ولسمشرۍ انتخابات وشي او تمه کېږي چې ولادیمیر پوتین به د نورو شپږو کلونو لپاره د روسیې ولسمشر وټاکل شي.

پر رسنیو او سیاسي ډلو د کرملېن کنټرول او د پوتین محبوبیت د نوموړي بریالیتوب مخکې له مخې څرګندوي.

XS
SM
MD
LG