د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۸

ار-ټي امریکا کې خپل دفتر د بهرنیو "اېجنټانو "د قانون پر اساس ثبتوي


د روسیې ټلوېزیون "ار-ټي" چې د مسکو حکومت یې تمویلوي، ویلي چې په امریکا کې خپل دفتر به د واشنګټن له غوښتنې سره سم، د بهرنیو "اېجنټانو" د قانون پر اساس ثبت کړي.

"ار-ټي" ټلوېزیون همدا راز خبرداری ورکړی چې په محکمه کې به عرض وکړي.

تر دې وروسته د روسیې حکومت، په نرمه هغو امریکايي رسنیو ته چې په روسیه کې فعالیت کوي، د متقابل اقدام خبرداری ورکړ.

د روسیې د پارلمان مشر نن پر وکیلانو او د هغه هېواد پر بهرنیو چارو وزارت غږ وکړ چې په ګډه د یوه ځواب د موندلو لپاره فکر وکړي او ویې ویل مسکو ښايي راتلونکې اوونۍ خپل دريځ څرګند کړي.

د روسیې "ار-ټي" ټلوېزیون ویلي چې د امریکا عدليې وزارت تر دوشنبې مهلت ورکړی چې د امریکا د "بهرنیو اېجنټانو" د قانون پر اساس ثبت شي.

XS
SM
MD
LG