د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

رکس ټېلرسن د خپل بهرني سیاست اساسي ټکي بيان کړل


رکس ټېلرسن د امریکا سنا د نړيوالو اړيکو په کمېټه کې پر ځينو ټکو تمرکز وکړ چې د منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د بهرنۍ پالېسۍ په اړه له نظر سره سر نه‌خوري.

د امریکا منتخب ولسمشر د انتخاباتي کمپاين پر مهال امریکا ته د ټولو مسلمانانو پر ننوتلو د بنديز، له روسيې سره د ښو روابطو، له ايران سره د اټمي موافقې پر له‎منځه وړلو او نورو مسايلو ټينګار کړی وو.

خو د بهرنیو چارو نوماند وزیر رکس ټېلرسن چې په امریکا کې د تېلو د يوه لوی شرکت رئیس دی د دې مخالف دی چې ټول مسلمانان يو ډول وګڼل شي.

ده وويل چې افراط اسلامي هېوادونه او د هغو هېوادونو د اوسېدونکو ژوندونه له خطر سره مخامخ کوي.

رسنۍ داعش، القاعده او نورو ترورېستي ډلو ته فرصت ورکوي چې خپل زهرجن نظريات خپاره کړي.

ده وويل، دا ډلې د امریکا او ټولو کسانو چې د انسان ژوند ورته اهمیت لري، د ارزښتونو پر ضد دي.

ده وويل چې دا ډلې احتمالاً د هېوادونو، ادارو او اشخاصو له‌خوا ملاتړ او پياوړي کېږي او هغوی د دې کارو نتيجه چې پرته له شيطاني اعمالو، بل څه نه‌دي، باید ورسره مخامخ شي.

ده وويل:

"د افراطي اسلام د مخنیوي لپاره بېړنی اقدام داعش ته ماتې ورکول دی. منځنی ختيځ او د افغانستان، عراق او سوريې په ګډون د منځني ختيځ شاوخوا سیمې له زیاتو ننګونو سره مخامخ دي چې ورته زموږ توجه حتمي ده. دلته لومړيتوبونه بېل دي چې بايد ورته توجه وشي خو دا لومړيتوبونه باید موږ له خپل ټاکلي هدفه لیرې نه‎کړي. ځکه که هر څه لومړيتوب شي، په حقيقت کې هېڅ مو لومړيتوب نه‌شته. په منځني ختيځ کې د داعش ماتې باید زموږ اساسي لومړيتوب وي."

خو د ده په وينا، جګړه په ميدان کې نه‌ګټل کېږي او بايد په جګړه کې فکرونه هم وګټل شي.

ښاغلي ټېلرسن وويل، که د بهرنیو چارو وزير شو، اطمینان به ترلاسه کړي چې په ټوله نړۍ کې د هغو مسلمانانو ملاتړ وکړي چې سخت دريځې ردوي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ مخکې ويلي چې هېواد يې باید له روسيې سره نېږدې اړيکې ولري خو ښاغلي ټېلرسن روسیه يو تهديد وبلله او پر دغه هېواد يې انتقاد وکړ.

ده وویل:

"موږ باید له روسيې سره د خپلو اړيکو په اړه روښانه خبرې وکړو. روسيه نن د تهديد يوه منبع ده خو دا د پيش‌بيني وتلې خبره نه‌ده چې دغه هېواد د خپلو ګټو په لټه کې دی. دغه هېواد پر اوکراين تېری کړی دی او کريميا يې له خپلې خاورې سره نښلولې ده. د سوريې د ځواکونو ملاتړ کوي چې د جګړې قوانين تر پښو لاندې کوي. زموږ د ناټو متحدان به ناسم نه‌وي چې د روسيې له لاسه د خطر احساس وکړي."

ټېلرسن: افراطي اسلام د هېوادونو ثبات او د خلکو ته ګواښ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:47 0:00

له ايران سره د نړۍ د سترو قدرتونو د اټمي موافقې په اړه ټېلرسن وويل چې د دې موافقې له سره د څېړلو ملاتړی دی خو نه‌غواړي دا موافقه له‌منځه ولاړه شي.

ده ټينګار وکړ چې یو سيسټم باید جوړ شي چې د دې موافقې پر ریښتیني او بشپړه توګه پلي کېدو څار وکړي.

خو رکس ټېلرسن چې د اېکسن نفت شرکت رئیس وو، تېره ورځ د امريکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې وويل چې له منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د بهرنۍ پالېسۍ په اړه د ده بېل نظر به د دوی تر منځ د ستونزو او اختلافاتو لامل نه‌شي.

XS
SM
MD
LG