د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۰

مشرانو جرګې د موبایل له کرډیټ کارټونو د مالیې اخیستلو فرمان تائید کړ


مشرانو جرګې د موبایل له کرډیټ کارټونو د لس فیصده مالیې اخیستلو د فرمان په تائید سره وايي، د دغه فرمان ردېدل به د ملي بودجې د کسر لامل شي.

د مشرانو جرګې غړیو د دغه جرګې د یکشنبې د ورځې«۱۳۹۶کال لېندۍ۰۵» په عمومي غونډه کې وویل، حکومت باید د دغه مالیې د راټولولو لپاره، تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې شفاف برېښنايي سیسټم رامنځته کړي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

د دغه جرګې رئیس فضل الهادي مسلیمار وویل:

"په دې شرط چې د مخابراتو او مالیې وزارت د دغه محصولاتو د راټولو لپاره د هغه ټکنالوژۍ ژمنه چې له مجلس سره یې کړې وه تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې رامنځته او خلکو ته په دې برخه کې ډاډ ورکړي."

د جرګې غړیو وویل که دوی یاد فرمان رد کړي نو حکومت به د بودجې په تطبیق کې له ستونزو سره مخ او دولتي عواید به هم کم شي.

د مشرانو جرګې غړو دغه شان له مخابراتي شرکتونو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت نه هم وغوښتل چې د ورځنیو مکالماتو د قیمتونو د کمېدو په برخه کې هڅې وکړي.

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې یو نیمه میاشت وړاندې ولسي جرګې له کرډیټ کارټونو نه د مالیې د ګرځولو د فرمان په ردولو سره ویلي و، له دې وروسته هېڅ څوک مکلف نه دي چې له کرډیټ کارټونو لس فیصده مالیه ورکړي.

د ولسي جرګې غړیو ویلي و چې له کرډیټ کارټونو د مالیاتو د ګرځولو لپاره د یو منظم او شفاف سیسټم د نه موجودیت له امله يې دا فرمان رد کړ.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمي د کرډیټ کارټونو نه لس په سلو کې د مالیې د ګرځولو د سیسټم له شفافیت نه ډاډ ورکړی وو.

په ورته وخت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند نجیب ننګیال د مشرانو جرګې له دې اقدامه هرکلی کوي وايي چې دا سیسټم به په راتلونکو څلورو میاشتو کې جوړ شي.

د مخابراتو وزارت
د مخابراتو وزارت

نوموړي زیاته کړه:

"وزارت ژمن دی چې دا سیسټم به جوړوي او دوه میاشتې وروسته به د دې سیسټم امتحاني دوره په افغان ټیلکام کې پیل شي او دا سیسټم به په بشپړ ډول فعاله وي، د کرېډټ کارټونو نه چې کومه لس فیصده مالیه ګرځول کېږي د دې سیسټم له مخې به اخیستل کېږي."

ښاغلی ننګیال وايي، د دې سیسټم په فعالېدو به خلک په دې ډاډه شي چې له کرېډټ کارټونو يې ګرځول شوې مالیه د دولت خزانې ته جمع شوې او دا د خلکو او حکومت دواړو په ګټه ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG