د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

د مالیې وزیر: مشرانو جرګه دې له سیم کارتونو د ۱۰سلنه مالیې د اخیستلو پرېکړه ومني


د افغانستان د مالیې وزیر له سیم کارتونو نه د ۱۰ فیصده مالیې د راټولولو په برخه کې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکوي او له مشرانو جرګې غواړي چې د ۱۰ فیصده مالیې د اخیستلو پرېکړه ومني.

د مالیې وزیر له سیم کارتونو د ۱۰ سلنه مالیاتو په راټولولو کې د بشپړ شفافیت له ‌شتون ډاډ ورکوي.

اکلیل حکیمي د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۳» په عمومي غونډه کې وویل چې یو شمېر مغرض کسان هڅه کوي د دغې ۱۰ فیصده مالیې د اخیستلو مخه ونیسي.

نوموړي وویل، د ملي شورا یو ګډ پلاوی کولای شي چې د یادې پروسې له شفافیت څارنه وکړي.

د مالیې وزیر له سیم کارتونو د ۱۰ سلنه مالیاتو په راټولولو کې د بشپړ شفافیت له ‌شتون ډاډ ورکوي.

​نوموړی وايي:

"یو مختلط کمېسیون که جوړ شي موږ به ورته هره میاشت خپل راپور په دې اړه ورکوو، هم به ستاسې قناعت حاصل شي او هم به هغه مغرض کسان معلوم شي چې غواړي خنډ رامنځته کړي. همدارنګه له تاسې هیله کوم چې له کرډېټ کارتونو د ۱۰ فیصده مالیې د راټولو په برخه کې موږ سره مرسته وکړئ دا طرحه تائید کړئ، ګنې کومې ژمنې چې موږ له نړۍ سره کړي هغه نه‎شو پوره کولای، له دې مالیې موږ د سږني کال په بودجه کې هم ۴،۴ میلیارده افغانۍ په پام کې نیولي."

نوموړي دغه‌شان وویل، دوی په تېرو نږدې دوو کلونو کې له سیم کارتونو د ۱۰ سلنه مالیاتو له راټولولو نه نږدې ۹ میلیارده افغانۍ راټولې کړي دي.

د ټیلیفونونو د کرډېټ کارتونو له لګښته د ۱۰ فیصده مالیې د اخیستلو پرېکړه په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د حکومت له‌خوا وشوه، خو ولسي جرګې په‎دې وروستیو کې د دغې مالیې په راټولو کې د درغلۍ له امله یاده مالیه لغوه کړه.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزاد اریوبي چې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې یې خبرې کولې وویل، هڅې یې پيل کړي چې له سیم کارتونو د ۱۰ فیصده مالیې د راټولولو لپاره یو شفاف سیستم جوړ کړي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت

ښاغلي اریوبي زیاته کړه:

"دا سیستم د جوړېدو په درشل کې دی. بېلابېلو ادارو سره په ګډه د سیستم د جوړېدو په طرحې باندې کار کوو، په دغه سیستم کې هېڅ‌څوک نه فزیکي، نه دغه سیستم او نه هم پیسو ته لاسرسی لري."

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، د مخابراتو وزارت چې د دغې مالیې د روڼتیا په اړه له دوی سره کومې ژمنې کړي‎، هغه ‌یې نه‌‌دي عملي کړي او باور لري چې د افغانستان د خلکو دغه ۱۰ فیصده مالیه په بشپړه توګه، د دولت بودجې ته نه‌ځي.

دوی وايي، له کرډېټ کارتونو د ۱۰ فیصده مالیې د راټولو د طرحې په اړه به تر جدي څېړنو وروسته د ملت په ګټه پرېکړه وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG