د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

ځینې کړۍ د مخابراتي شرکتونو د بهرنیو اړیکو عواید غلا کوي


یو شمیر عام افغانان شکایت کوي چې له بهرنیو هیوادونو څخه په ټیلفوني اړیکو کې د افغانستان کورنۍ شمیرې راځي او دغې مسلې ورته زیاتې ستونزې او اندیښنې زیږولي دي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، چې له ګاونډیو هیوادونو سربیره دغه ستونزه د نورو هیوادونو په ټیلفوني اړیکو کې هم موجوده ده او افغان حکومت یې باید مخه ونیسي.

دوه تنه کابل ښاریان وایي، چې د دې ستونزې له کبله ترډیره په بهر کې د دوی خپل خپلوان ورڅخه خفه شوي او لامل یې دا وي؛ چې دوی ته د بهرنیو هیوادونو د مبایل شمیرې نه راځي.

"۱- زما نوم معلم شاه دی. زموږ مشکل دا دی، چې کله موږ ته له بهره زنګ راشي، هغه کې لوکل یا داخلي شمېره راځي، داخو د خلکو لپاره یولوی مصیبت دی او باید چې حکومت یې مخه ونیسي.

۲ - زما نو الیاس خلیل دی. له سل ځلو څخه هم زیات له ماسره داسې شوي، چې زنګ بهرني وي او نمبر کورنی په کې راغلی وي.

زه هم چې کله کورته زنګ وهم هلته بل نمبر ورځي، دغه ستونزه په بهر کې هم شته، هند او امریکا نه چې ماته زنګ راځي شمیریې داخلي راځي.

دغه ستونزه په ټولو مخابراتي شرکتونو کې موجوده ده او په بهرنیو اړیکو کې د اتصالاتو، افغان بیسیم، ایم،ټي،اڼ او روشن کمپنیو د مبایل شمیرې راځي."


مخابراتي شرکتونه هم دغه ستونزه تاییدوي او وایي چې لامل یی د غیر قانوني سیم باکسونو کارول دي.

د اتصالاتو مخابراتي شرکت مطبوعاتي مسوول کفایت الله نبي خیل د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې غیرقانوني سیم باکسونه بهرنۍ اړیکې غلا کوي او دوی ته اقتصادي زیان اړوي.

ښاغلي نبي خیل وویل، چې هر سیم باکس د لسګونه سیم کارتونو د فعالیت وړتیا لري او دوی نه شي کولای چې دغه سیم باکسونه تثبیت کړي.

"دغه ته په مخابراتي اصطلاح کې سیم باکس ویل کیږي، د دغو وسایلو په وسیله بهرنۍ اړیکې غلا کیږي، مخابراتي کمپنیو ته یوه اقتصادي ستونزه ده، موږ څه نه شو کولای ځکه موږ سره اجرایوي قوه نشته.

دا د دولت وظیفه ده، چې د داسې کسانو مخه ونیسي، هغوی ونیسي او وسایل یې ضبط کړي.

عام خلک چې اړیکه له بهر څخه ترلاسه کوي او کورنۍ شمیر د مبایل په سکرین راشي دا هغوی ته اندیښنې پیدا کوي."


نبي خیل، وایي چې که دوی پوه شي چې له کوم سیم کارت څخه په سیم باکس کې ګټه اخیستل کیږي نو دوی کولای شي چې سیم کارت بند او د سیم باکس سیمه مشخصه کړي.

د مخابراتو وزارت چارواکي وایي چې د سیم باکسونو فعالیت حکومت ته هم اقتصادي زیان رسوي او د مخنیوي لپاره یې له پخوا څخه دوی هڅې پیل کړي دي.

د اترا یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې مرستیال خیر محمد فیضي ازادي راډیو ته وویل چې د سیم باکسونو د استعمال یوازنی هدف د پیسو ترلاسه کول دي.

فیضي وایي چې سیم باکسونه له مخابراتي شرکتونو څخه د بهرنیو اړیکو عایدات غلا کوي او دغه وسایل له بهر څخه وارد شوي دي.

"د دوی اساسي هدف د منفعت ترلاسه کول دي، د مخنیوي په خاطر موږ مخابراتي شرکتونو ته هدایت کړی؛ چې له بهر څخه داسې وسایل راوړي چې د دغو سیم باکسونو مخه ونیسی.

موږ چې تراوسه کوم سیم باکسونه نیولي هغه د قزاقستان، اذربایجان، ایران او پاکستان له خوا کارول کیدل."


ښاغلي فیضي وایي چې په وروستیو څو کلونو کې یې ۶۴ سیم باکسونه نیولي او عاملین یې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

د مخابراتو وزارت وایي دوی ټولو مخابراتي شرکتونو ته لارښونه کړې ترڅو له بهر څخه داسې پرمختللي وسایل راوړي چې په مرسته یې د دغو سیم باکسونو دفعالیت مخه ونیسي.

عام خلک وایي چې په بازارونو کې په ازاده توګه د سیم کارتونو خرڅلاو کیدای شي ددې لامل شوي وي چې خلک ورڅخه په غلطه توګه ګټه واخلي.

که څه هم د مخابراتو وزارت په وار وار ویلي چې دوی به په بازارونو کې په ازاده توګه د سیم کارتونو په خرڅلاو بندیز لګوي خو اوس هم د کابل په ګډون په ډیرو ولایتونو کې سیم کارتونه د بازار په مخ په ازاده توګه خرڅیږي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG