د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

د کرېډېټ کارتونو د مالیاتو په راټولولو کې د شفافیت له نشتوالي نیوکې


د افغانستان د ولسي جرګې ځیني غړي د موبایلونو د کرېډېټ کارتونو د ۱۰ سلنه مالیاتو په راټولولو کې د شفافیت په نه‌شتون انتقاد لري.

د دغې جرګې ځینو غړو ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د دغې پروسې له پیل راهیسې څو کاله تېریږي، خو لا هم مالیات په غیر معیاري ډول راټولېږي.

دوی وایي، لسګونه میلیونه افغانان هره ورځ د خپل موبایلونو د کرېډېټ کارتونو له درکه دولت ته ۱۰ سلنه مالیه ورکوي او حکومت ته د مالیې د راټولولو دغه پروسه د ولسي جرګې غړو او خلکو ته ځواب ویونکې نه‌ده.

د دغې جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسیون غړې نیسمې نیازۍ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دغې پروسه کې د شفافیت نه‌شتون د اندېښنې وړ دی.

اغلې نیازۍ وویل:

"تر ډېره دغه پیسې د کمپنيو جېبونو ته لوېږي، اترا او یو شمېر نور کسان‌یې وهي، پروسه څه ډول چې باید شفافه وي، حکومت، ملت او شورا ته ځواب ویونکې وي، هسې نه‌ده."

خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د دغو مالیاتو په راټولولو څارنه کوي او د لا ښې څارنې په هدف به، ډېر ژر د مالیاتو د راټولولو برېښنايي سیستم هم نصب شي.

د دغه وزارت ویاند نجیب ننګیال ازادي راډیو ته وویل، د موبایلونو د کرېډېټ کارتونو د مالیاتو له درکه، له تېرو دوو کلونو راهیسې شااوخوا ۷،۸ میلیارده افغانۍ د دولت په بودجه کې ورزیاتې شوې دي.

ښاغلی ننګیال وایي:

"په ۱۰۰ کې ۱۰ سلنه د مالیاتو د ورکړې له درکه تر اوسه ۷،۸ میلیارده افغانۍ راټولې شوې دي، البته هغه کاري سیستم چې په دې برخه کې څار او نظارت وکړي، وروستۍ داوطلبۍ ته سپارل شوی."

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په افغانستان کې ۳۰ میلیونه سیم کارتونه پلورل شوي چې دا مهال‌یې ۲۴ میلیونه فعال دي.

د چارو کارپوهان د موبایلونو استفاده کوونکو ته په کتو، د یادې مودې په ترڅ کې راټول شوي عواید کم بولي.

دا په داسې حال کې ده چې نېږدې ۷ میاشتې وړاندې د ملي وحدت حکومت د فساد په تور د مخابراتو د وزیر عبدالرازق وحیدي دنده وځنډوله او لویې څارنوالۍ ته‌یې معرفي کړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پخوانی مرستیال ایمل مرجان
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پخوانی مرستیال ایمل مرجان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پخوانی مرستیال ایمل مرجان، په پخواني وزیر له درېیو لګېدل شویو تورونو نه یو هم، د مالیاتو راټولولو په چارو کې د شفافیت نه‌شتون یادوي او وایي:

"د ۱۰ سلنه مالیاتو راټولولو په برخه کې چې وحیدي ادعا کړې وه، سیستم موجود دی، نه‌و موجود او د اکسل په یوه ساده صفحه کې جوړ شوی و او د شفافیت نه‌شتون یو له هغو تورونو څخه و چې وزیر یې له امله برطرفه شو."

ښاغلی مرجان وايي، تر کومه چې د ۱۰ سلنه مالیاتو د راټولولو سیستم برېښنايي نه‌شي، په دې برخه کې به نورې هڅې بې‌نتیجې وي.

ولسي جرګه مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته له نوي نومول شوي وزیر شهزاد اریوبي غواړي چې په دې برخه کې لازم اصلاحات رامنځته کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG