د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

ملي ارمان: نور به له خلکو د مالیې په نوم پیسې نه اخیستل کېږي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لیکنې او سر مقالې خپرې کړې دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په داسې شرایطو کې چې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او افغانستان په بېلابېلو برخو کې په شا تګ ته اړه شوی، پکار ده چې اساسي حل لارې ولټول شي.

ورځپاڼه لیکي، په دې کې شک نشته چې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو او د افغان ځواکونو او ملکیانو تلفات په ډېرېدو دي، هغه څه چې د سرمقاله لیکونکي په خبره افغان چارواکو هم په خپلو خبرو کې په دې اعتراف کړی دی.

د سر مقاله لیکونکي په باور، ښايي له همدې امله یو شمېر سیاسیون د لویې جرګې خبره کوي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې لیکلي، لویه جرګه د کرزي نه د ولس غوښتنه ده.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له اوسني وضعیت نه د افغانستان د ویستلو یوازنۍ لار د عنعنوي لویې جرګې رابلل ګڼلي دي.

ورځپاڼې د پخواني ولسمشر د دې خبرې په تړاو د ارګ د ویندویانو د څرګندونو چې د لویې جرګې خبره د پخواني ولسمشر شخصي نظر دی هم غبرګون ښودلی او پر خلکو یې غږ کړی چې که په یوه تاریخي پرېکړه کې له دې سترې لوبې هېواد خوندي نه کړي هر څه به برباد شوي وي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې دا موضوع راخیستې ده.

ولسي جرګې د ټلیفونونو د کرېډټ کارټونو ۱۰ سلنه مالیه چې له مصرف کوونکو څخه اخیستل کېدله رد کړه.

په مطلب کې راغلي، د ولسي جرګې غړو د یادې مالې په راټولو کې د شفافیت پر مسئله انتقاد کړی دی.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په همدې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکلي، نور به نو د خلکو په سلګونه میلیونه افغانۍ د مالیې په نوم نه اخیستل کېږي او نه به هم یو داسې ځای ته انتقالېږي چې معلومه نه ده، کله، څرنګه او په کومه برخه کې لګېږي.

په سرمقاله کې راغلي، له تېرو دوو کلونو راهیسې له دې درکه مالیه راټوله شوې خو معلومه نه ده چې دا پیسې چېرې تللې دي.

XS
SM
MD
LG