د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

مشرانو جرګې د نفوسو او احوالو د ثبت قانون تعدیل شوې طرحه تائید کړه


د افغانستان مشرانو جرګې د ولسي جرګې د پریکړې پر خلاف د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون په شپږمه ماده کې د اسلام او افغان کلمه د رأيو په اکثریت سره تائید کړه.

د دغې جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل، دوی د قانون د تطبیق په وړاندې د اساسي خنډ د لېرې کولو، د ملي ګټو او د برېښنايي تذکرو د ویش لپاره دغه ماده تائيد کړه.

دمشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار
دمشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار

نوموړي وویل:

"د قوانینو تصویب د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له دندو څخه دي او بیا هم ستاسو ملي دريځ ته درناوی لرم، مبارک مو شه، ټولو سناتورانو نن ورځ هغه څه ثابت کړل چې ستاسو د سنا په وړاندې کوم ظلم چې مطبوعاتو او ځینو مدني حرکتونو کړی و، د نن ورځي او د سنا د تېرې پریکړې یعنې درې کاله وړاندې پریکړې په اساس چې نن بیا هغه پریکړه تکرار شوه. دا پریکړه هم په هماغه ډول تکرار شوه."

د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون په طرحه کې شپږمه ماده په برېښنايي تذکرو کې د وګړو د ځانګړنو د ثبت په اړه ده او د اسلام او افغان کلمې هم په‎کې ذکر شوي دي.

د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون شپږمه ماده د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ تر ټولو جنجالي موضوع وه.

ولسي جرګې درې کاله وړاندې په دغه طرحه کې د ملیت کلمه رد کړې وه، خو مشرانو جرګې تائید کړې وه او بیا وروسته ولسمشر د یوه تقنینې په ترڅ کې د ملیت ترڅنګ د قوم او دین کلمې هم ور اضافه کړې او د تصویب لپاره یې ولسي جرګې ته ولېږه.

خو ولسي جرګې نېږدې دوه اوونۍ وړاندې د ولسمشر له لوري دغه تعدیل شوې ماده د رأیو په اکثریت رد کړه.

د ولسي جرګې دا پریکړه د مشرانو جرګې په ګډون د یو شمېر قومونو او کړیو غبرګونونو هم راوپارول.

د یادونې ده چې تر دې وروسته به د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډ کمېسیون په دې اړه پرېکړه کوي.

دا چې په‎دې د ګډ کمېسیون پریکړه به په دې اړه څه وي؟

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی
د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دا طبیعي خبره ده چې له چانه سهوه کېږي، مخکې که تیروتنه شوي وي باید خپله تیروتنه اصلاح کړي او ملت ته د واحد افغانستان په توګه خپلې څېرې څرګندې کړي، د ګډ کمېسیون پریکړه به زموږ په راتلونکو جلسو کې کېږي."

له دې ټولو سره د افغانستان جمهوري ریاست د مشرانو جرګې له لوري د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون د شپږمې مادې د طرحې له تائید هرکلی کوي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد ازادي راډيو سره په خبرو کې هېله وښوده چې د دواړو جرګو ګډ کمېسیون به ملي ګټو ته په پام سره دغه طرحه تائيد او برېښنايي تذکرو ویش ته به لاره هواره کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG