د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

قاسمیار: د سولې شورا یو پلاوی د سولې پر تجربو د بحث لپاره اندونیزیا ته ځي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ټاکل شوې چې د روانې اوونۍ تر پایه د دغې شورا د رئیس په مشرۍ یو افغان پلاوی اندوینزیا ته سفر وکړي.

د سولې عالي شورا وايي، افغان پلاوی به د اندونیزیا له ولسمشر او یوشمېر نورو اندونیزیايي چارواکو سره، د سولې په برخه کې د نوموړي هېواد د تجربو او له افغانستان سره یې د مرستې په اړه خبرې وکړي.

د دغې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۰» ازادي راډيو ته وویل، اندونیزیا یو لوی اسلامي هېواد دی او د روانو جریانونو پر جوړښتونو نفوذ لري، نو ځکه به نوموړي هېواد ته د افغان پلاوي سفر ګټور وي.

محمد اسماعیل قاسمیار.
محمد اسماعیل قاسمیار.

نوموړي زیاته کړه:

"ټاکل شوې د روانې اوونۍ تر پایه د سولې د عالي شورا د رئیس په مشرۍ یو پلاوی اندونیزیا ته سفر وکړي، تر ډېره به د دغه سفر د خبرو محور او اجنډا د سولې په برخه کې د اندونیزیا پر تجربو بحث وي او داچې اندونیزیا یو لوی اسلامي هېواد دی د روانو جریانونو پر جوړښت هم نفوذ لري، زما په نظر دا سفر به له لاس ته راوړنو ډک وي."

د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مارسودي افغانستان ته سفر درلود چې له افغان ولسمشر او خپل افغان سیال سره یې په کتنه کې د سولې د پروسې په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

مېرمن رتنو مارسودي د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي ته بلنه ورکړه چې اندونیزیا ته سفر وکړي او د سولې په برخه کې د دوی له تجربو ګټه واخلي.

خو د نړیوالو چارو یوشمېر افغان کارپوهان دغه سفر بې ګټې بولي.

د دوی په وینا د جګړې او سولې په برخو کې د هر هېواد شرایط، ستونزې او تجربې مختلفې دي او په بل هېواد کې د بشپړ تطبیق وړ نه دي.

د دغو کارپوهانو له ډلې انتظار خادم ازادي راډیو ته وویل، دافغانستان د سولې عالي شورا ته پکار ده چې د وخت له ضایعه کېدو او پر نور د اتکا پرځای نیغ په نیغه له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره با اعتباره اړیکې ټینګې کړي.

انتظار خادم
انتظار خادم

نوموړي زیاته کړه:

"لازمه نه ده چې د سولې عالي شورا نور ځان وغولوي او خلکو ته کاذبې هیلې ورکړي، باید وخت ضایعه نه کړي او نه هم منابع او مالي سرچینې بې ځایه مصرف کړي، ښه خبره داده چې د سولې عالي شورا هغه انرژي چې لري یې په کور دننه، د یوې ستراتیژۍ او له طالبانو سره په اړیکو جوړولو او د سولې په اړه د عامه ذهنتونو په رامنځ ته کېدو ولګوي."

خو د سولې عالي شورا وايي چې اندونیزیا یو لوی اسلامي هېواد دی، د فتواګانو د ورکړې جید دیني علمان لري او د اسلامي نړۍ د ستونزو په هواري کې ښه او ګټور رول ادا کولای شي، نو ځکه د دوی په خبره دغه هېواد ته د افغان پلاوي سفر مهم دی.

ښاغلی خادم زیاتوي افغان حکومت له دې وړاندې هم د سولې په برخه کې یوشمېر نورو هېوادونو ته د همکاریو لاس اوږد کړی دی، خو په خبره یې ګټورې او د پام وړ لاس ته راوړنې یې نه درلودې.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG