د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د نړۍ ۲ مهم قدرتونه "امریکا او چین" د افغانستان د سولې لپاره ګډ کار کوي


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر یو ځل بیا د افغانستان د سوله‌ییزې راتلونکې لپاره د ګډ کار ژمنه وکړه.

د نړۍ دوو مهمو قدرتونو امریکا او چین د افغانستان د سولې لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې اوس په پیکنګ کې دی، نن سهار له خپل چینایي سیال سره د سوداګریزو او نورو مسایلو تر څنګ د ترورېزم ګواښ ته اشاره وکړه او هغه‌یې د ټولې نړۍ لپاره خطرناک وباله.

ډونالد ټرمپ له ولسمشر شي جین پینګ سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د سوله‎ییزې راتلونکې لپاره باید کار وشي او د ترورېزم د خطر مخه ونیول شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

دی وايي:

"ولسمشر شي او ما دغه‌راز ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوله‎ییزې راتلونکې لپاره کار وکړو. ترورېستان د ټول بشریت لپاره یو ګواښ دی او موږ به د افراطي اسلام‎پاله ترورېزم مخه نیسو."

د امریکا ولسمشر چې په ۱۲ ورځني سفر اسیایي هېوادونو ته تللی دی، د چهارشنبې په ورځ چین ته ورسېد.

امریکا او چین دواړه د افغانستان د سولې په څلور اړخیزو خبرو کې مهم رول لوبوي.

افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د افغانستان د حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه د څلور اړخیزو غونډو لړۍ د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو کې له اسلام‌اباده پیل کړه، خو د همدې کال په مې میاشت کې د افغان طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور تر وژلو وروسته، دا لړۍ له څرګندې پایلې پرته ختمه شوه.

ملا منصور د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا پر پاکستان تور پورې کړ چې له وعدې سره سم‌یې د وسله‎والو طالبانو استازي د سولې په مذاکرو کې د ګډون لپاره قانع نه‎کړل.

ملا منصور بلوچستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
ملا منصور بلوچستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

خو اسلام‌اباد دا تورونه رد کړل او وايي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي.

تر ډېر ځنډ وروسته د روان میلادي کال د اکټوبر په نیمایي کې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د امریکا او چین په‌شمول د دغې څلور اړخېزې غونډې شپږمه ناسته وشوه چې بیا یې هم څرګندې پایلې نه‌درلودې.

امریکا په وار-وار په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو په هدف د سیمې او مخصوصاً د ګاونډي پاکستان پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG