د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

ګېلاني: افغان حکومت دې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه ناپېلی سیاست غوره کړي


د "افغانستان ملي اسلامي محاذ" وايي، افغان حکومت باید په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت او پرمختګ لپاره، په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه داسې یو ناپېلی او متوازن سیاست غوره کړي چې هېواد د سیمې د ځينو هېوادونو د نیابتي جنګونو ډګر نه‌شي.

دا خبرې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ مشر سید حامد ګېلاني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۸» په کابل کې، د دغه محاذ د عالي شورا په غونډه کې وکړې.

ښاغلي ګېلاني ټینګار وکړ چې د یوې سوله‌ییزې او متوازنې بهرنۍ ستراتېژۍ عملي کول کولای شي چې افغانستان د ځینو هېوادونو له نیابتي جګړو وژغوري.

سید حامد ګېلاني
سید حامد ګېلاني

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان ژوبل دی، دا توان نه‌لري چې د یو هېواد ملاتړ او له بل سره دښمني وکړي، هر هېواد چې حکومتونه او ولسونه‌یې، د افغانستان لپاره ښه نیت او ښې هیلې لري او استخدامېږي، بل هېواد دې پرې قرباني نه‌کړي، موږ باید ټولو نړیوالو سره یو شان اړیکې ولرو."

ښاغلي ګېلاني وویل، افغان حکومت ته په کار ده چې له هند، روسیې، چین، امریکا، اروپايي هېوادونو او پاکستان سره ښې اړیکې ولري او له دغو هېوادونو نه په سوله ثبات، اقتصادي وده او پرمختګ کې ګټه واخلي.

ښاغلي ګېلاني دا هم وویل، دی باور نه‌لري چې یوازې پاکستان دې د افغانستان د جنګ د دوام لامل وي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تل ویلي چې د افغانستان د جنګ لامل د پاکستان له‌خوا د ترهګرو ملاتړ دی.

ملي ارمان: هند یې جوړوي، پاکستان‌یې ورانوي

ارین یون: ولسمشر غني باید له پاکستان سره ډېر قاطع مذاکرات وکړي

د افغانستان د ملي اسلامي محاذ په غونډه کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو نه د دغه محاذ یوه یوه انتخاباتي استازي ګډون کړی و.

د افغانستان د ملي اسلامي محاذ بل غړي غازي نواز تڼي وویل حکومت دې د روانو ستونزو ختمولو ته جدي تدابیر ونیسي.

ښاغلي تڼي زیاته کړه:

"زموږ حکومت د نظام په جوړښت، د امنیت په ټینګولو او د فساد په ورکولو کې پاتې راغلی دی. ځانځانۍ موجودې دي او د سولې لپاره پیاوړې ستراتېژي نه‌شته، موږ په افغانستان کې بې‌عدالتي نه‌شو زغملی، موږ عدل او انصاف غواړو."

ازادي راډيو هڅه وکړه چې په دې هکله د جمهوري او اجرائیه ریاستونو نظر واخلي، خو د مطبوعاتو مسؤلینو یې په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

همدا شان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي هم حاضر نه‌شول چې د موضوع په اړه څه ووايي.

خو حکومت پخوا تر دې ویلي چې د افغانستان بهرنی سیاست د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د نړیوالو منل شویو اصولو سره سم، د نېکو اړیکو او یو له بل سره د همکاریو پر اساس برابر دی.

افغان حکومت دا هم ویلي چې د افغانستان جګړه د یوه هېواد په ګټه هم نه‌ده او ټولو ته په کار ده چې د ختمولو لپاره‌یې عملي هڅې وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG