د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

خلک: د کونړ ۶ ولسوالیو کې لاهم ځنګلونه وهل کېږي خو مخنیوی یې نه کېږي


د کونړ په شپږو ولسوالیو کې اوس هم ځنګلونه وهل کېږي.

تر اوسه‌ په اکثرو ځایونو کې ولس او دولت د دغو ځنګلونو له وهلو نه په مخنیوي کې پاتې راغلی.

د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د کوړنګل درې قومي مشر سلام‌الدین ازادي راډیو ته وویل، په سیمه کې يې پخوا د نښترو دنګې او د سلګونو کالو پخوانۍ ونې موجودې وې، خو کله چې کونړ کې جنګونه ګرم شول، خلکو پاکستان ته هجرت وکړ، نو هلته یو شمېر کسانو د لرګیو له سوداګرو او له ځنګل وهونکو سره لاس یو کړ.

نوموړی وايي:

"موږ هغه خپله لږه ګټه په نظر کې ونیوله ځنګلونه مو ووهل، دې کار سره مو ځان او خپلو راتلونکو نسلونو ته سخت زیان ورساوه او د کوړنګل ښایست د خاورو سره خاورې شو، څوک چې لږ بصیرت لري ټول پرې خپه دي."

حاجي سلام‌الدین وايي، د دوی سیمه اوس سپېره شوې، پخوا به په‌کې ډول-ډول ځنګلي ځناور او مرغان وو، خو اوس څه نه‌لیدل کېږي.

د کونړ د ولایت مقام
د کونړ د ولایت مقام

د کونړ د ولایتي شورا غړی حاجي جمال‌الدین سیار وايي، اوس هم د چپې درې، ماڼوګي او څوکۍ ولسوالیو کې په بې‌رحمه ډول د برقي ارو په وسیله ځنګل پرې کېږي او د غرونو له لارې د ننګرهار درې نور ولسوالۍ ته انتقالېږي.

پخوا به په کې ډول-ډول ځنګلي ځناور او مرغان وو، خو اوس څه نه لیدل کېږي.

ښاغلي سیار زیاته کړه:

"دغه نوې پروسه چې د کونړ د ځنګلونو د پرې کولو لپاره روانه ده، دا پټه پروسه نه‎ده، دې کې ځینې ننګرهار مېشتې مافیايي کړۍ موجودې دي، هغوی غواړي چې زموږ ځنګلات قطع کړي."

هغه وايي، حکومت باید د دغو زورواکو او ځنګل وهونکو لاسونه له ځنګل وهلو لنډ کړي.

دی زیاتوي:

"موږ د کونړ د ولسونو په استازیتوب له ولسمشره غواړو، کوم چارواکي چې د ځنګلونو په وهلو کې لاس لري او د ځنګل وهلو په مافیا کې شامل دي، باید لاسونه‌يې لنډ کړای شي. ولسونه وايي، موږ د ځنګل ساتلو لپاره چمتو یو، خو د یو شمېر زورواکو مخنیوی دې حکومت وکړي."

بل‌خوا دولت وايي چې ولس ورسره ژمنه کړې چې ځنګل ساتنه کې به مرسته کوي او حکومت د ۱۹نیم میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت غواړي چې وهل شوي ځنګلونه بیاورغوي او هم‌يې له نورو وهلو وژغوري.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي ازادي راډیو ته وویل چې د چپې درې او ماڼوګي ولسوالۍ قومي مشران‌يې د دې لپاره راغوښتي وو چې د ځنګل وهلو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی
د کونړ والي وحیدالله کلیمزی

نوموړی زیاتوي:

"موږ نن په‎ دې مشوره درلوده چې څنګه کولای شو د ځنګلاتو د پرې کولو مخه ونیسو، حفاظت‌يې وکړو او د بیارغونې لپاره لازمې طرحې سره شریکې کړو، ولسونو یو ځل بیا خپل تعهد تازه کړ چې د ځنګلونو ساتنه به کوي."

والي وايي، د ځنګل د بیارغولو لپاره‌يې یوه پنځه کلنه پروژه منظور شوې چې ورته ۱۹ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي او په ‎دغو ډالرو به د ځنګل وهلو مخه ونیسي او وهل شوي ځنګلونه به پرې بیاورغوي.

ښاغلي کلیمزي زیاته کړه:

"یوه پنځه کلنه برنامه لاس لاندې لرو چې د دغې برنامې مجموعي لګښت ۱۹.۵ میلیونه امریکایي ډالر کېږي چې ان‌شاءالله په یاده موده کې به د کونړ ځنګلات بیا احیا کېږي او ساتنه به‌یې هم کېږي چې ورسره به خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي، دغه کارونه به د حکومت او ولس ترمنځ پیدا شوی واټن راکم کړي او د امنیت په ټینګښت کې به ګټور تمام شي."

د کونړ پرې شوي ځنګلونه
د کونړ پرې شوي ځنګلونه

په کونړ کې د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې په ولایت کې يې پخوا ۳۳۴۰۰۰ هکټاره ځمکه شنو ځنګلونو نیولې وه چې ورسره سیمه ښکلې ښکارېده، خو اوس‌يې په سلو کې ۴۰ ځنګلونه وهل شوي او لا هم دغه قطع روانه ده.

خلک وايي، له‎ دې وړاندې هم د کونړ د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې لپاره میلیونونه ډالر منظور شوي، خو د دې پر ځای چې د شنو ځنګلونو د وهلو مخه ونیول شي او یا هم پرې ځنګلونه ورغول شوي، هغه ټول په شخصي جېبونو کې اچول شوي او د ځنګل وهلو زور اخیستی دی.

دا به وروسته معلومه شي چې نوي ۱۹ میلیونه ډالر به هم د پخوا په څېر حیف و میل شي او که رښتیا به په ځنګلونو مصرف شي.

راپور: روح‌الله انوري

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG