د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لګېدنې زرګونه ونې سوځولي


د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اړوند د ملک کلي د غرونو په ځنګل کې اور لګېدلی چې تر اوسه‌يې په جریبونو ځمکه ولاړ د چلغوزو، غوزانو او نورې ونې سوځولي دي.

د نورګرام ولسوالۍ د کلتن درې قومي مشر ملک نور احمد ازادي راډیو ته وویل، څلور ورځې کېږي چې په یاده سیمه کې د چلغوزو او غوزانو په ځنګل کې اور لګېدلی دی.

نوموړي وویل:

"څلورمه ورځ ده، د نورګرام ولسوالۍ د کلتن په نوم دره ده، هلته د درېیو کلیو سرونه دي، د ملکیه، مشوک او شیرین دي، دغو غرونو ځنګل اور اخیستی دی، ډېر سخت ځنګل دی، د جلغوزو، نښترو او نورې ونې موجودې دي."

دی وايي، په یاده سیمه کې به هر کال خلکو د چلغوزو، غوزانو او مرخېړیو له درکه په لکونه افغانۍ تر لاسه کولې.

ملک نور احمد وایي:

"زموږ یوازېني عواید د چلغوزو او مرخېړیو له درکه دي، هغه به خلکو راویستل او په بازار کې به‌یې پلورل چې ډېرې پیسې به‌يې ترې تر لاسه کولې او د دې تر څنګ دغه ځنګل د سیمو د خلکو د څارویو د پاره یوازنی څړ ځای و، دومره لمبې يې اخیستې دي چې لوګي‎ يې دلته موږ ته ښکاري."

د سیمې اوسېدونکي وايي، دوی د اور د کنټرولولو هڅې کوي، خو اور دومره زیات دی چې کنټرولول‌يې د دوی له وسه وتلې خبره ده او باید چې مرکزي حکومت د اور وژنې لپاره هوايي ځواک څخه استفاده وکړي.

ښاغلي نور احمد زیاته کړه:

"څلور ورځې کېږي چې خلک له‎دې ځایه اوبه اخلي، خو هلته‌یې چې رسوي، اوبه ختمې شوې وي او خلک هم ستړي وي، یو روژه ده، بل سخته ګرمي او تېز بادونه دي چې دغو ټولو د اور وژنې کار مشکل کړی دی دا زموږ له وسه وتلې خبره ده."

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم ازادي راډیو ته وویل چې اور د سې شنبې په سهار لګېدلی چې تر اوسه‌يې زرګونه ونې سوځولي او لا هم د اور لمبې مخ په زیاتېدو دي.

تر اوسه‌یې زرګونه ونې سوځولي.
تر اوسه‌یې زرګونه ونې سوځولي.

حافظ عبدالقیوم وویل:

"ملک، مشوق او تمبورک درې کلي دي، چې د غرونو په سرونو کې یې د چلغوزو، غوزانو او نښترو په ځنګل کې اور لګېدلی دی، یو د جوزا بادونه دي، بل د باران نشتوالی دی چې اور د هر ساعت به تېرېدو زیاتېږي، خلک هلته د اور وژنې هڅې کوي او تللي، خو وس‌يې پرې نه‌رسېږي، تر اوسه اور ونو ته زیات زیانونه اړولي او ډېرې ونې يې سوځولې دي چې دقیق شمېر یې نه‌دی معلوم."

والي وايي، د ځنګل سوځېدو سره، د سيمې خلک د چلغوزو، غوزانو، خرېړیو او هلته د مالدارۍ له درکه ترلاسه کېدونکو عوایدو څخه بې‎برخې شول.

د کونړ او نورستان په ځنګلونو کې هر کال دغه ډول اور لګېدنې تر سره کېږي چې په نتیجه کې يې سلګونه هکتاره ځنګلونه په ایرو بدلېږي، خو تر اوسه افغان حکومت په‎دې نه‎دی بریالی شوی چې د نورو هېوادونو په څېر د اور وژنې لپاره له هوايي ځواک څخه کار واخلي او د نورو ځنګلونو د سوځېدو مخه ونیسي.

راپور: روح‎الله انوري

XS
SM
MD
LG