د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د کونړ اوسېدونکي: د کونړ ځنګلونه اوس هم وهل کېږي


د کونړ اوسېدنکي وايي چې د یاد ولایت ځنګلونه اوس هم وهل کېږي او د لرګیو قاچاق یې دوام لري.

د کونړ اوسېدونکي وایي اوس هم په یو شمېر سیمو کې ځنګلونه پرې کېږي خو تراوسه نه حکومت او نه ولس په دې بریالی شوی چې د ځنګل وهونکو لاسونه د ځنګل له قطع کولو ونیسي.

دوی شکایت کوي چې له تېرو نږدې درېیو لسیزو د ځنګلونو مافیا لګیاده او د کونړ په بېلابېلو لیرې پرتو سیمو کې د برېښنايي ارو په وسیله په بې رحمه ډول ځنګلونه وهې او بیايې په بېلابېلو نومونو او لارو له کونړ باسي خو تراوسه په دومره اوږدو کلونو کې یو افغان حکومت هم په دې بریالی نشو چې د ځنګل وهونکو لاسونه له شنو ځنګلونو لنډ کړي.

د دمکلي ځوانانو شورا مشر حاجي ذبیح الله صاحب الحق وايي وهل شوې لرګي له کونړ څخه څه د غرونو او څه هم د تور سړک له لارې نورو سیمو ته انتقالېږي او بیا په هم هغو پیسو په غرونو کې لګېدلو برقي ارو ته تېل اخستل کېږي او مزدورانو ته يي تنخواګانې ورکول کېږي خو حکومت د لرګیو د لېږد مخه نه ده نیولې:

"په هم هغه پیسو باندې تېل اخستل کېږي، په هم هغه باندې هلته برقې ارې چلېږي او په هم هغه باندې ونې اره کېږي."

قومي مشر ډګروال شاه محمود خان وايي د ځنګلونو وهنه او قاچاق کې هغه کسان لاس لرې چې یا په دولتي څوکیو ناست دي او یاهم د ولایت مقام سره هره ورځ د ځنګلونو وهلو او قاچاقو مخنیوي لپاره د مرستې په نوم سینې ډبوي:

"ځنګل څوک قطع کوي، هغه خلک دې چې زموږ سره هره ورځ وعدې کوي، دلته په غونډو کې ځانونه سپیڅلي معرفي کوي، خو په عمل کې بیا د ځنګل وهونکو ملګري او قاچاقو کې لاس لرې راځی چې اخلاص یو بل ته لاسونه ورکړو او د ځنګل وهلو مخه په رښتونی ډول ونیسو."

د کونړ والی وحیدالله کلیمزی مني چې په یو شمېر لیرې پرتو او نا امنو ساحو کې د ځنګل وهل دوام لري او باید د یاد کار په مخنیوي کې ولسونه همکاري وکړي:

"هغه څوک چې نن لاس پکار دي او ځنګلونه قطع کوي، په غیر قانوني شکل، یو شمېر لیرې پرتې او نا امنه ساحې دې چې هلته اوس هم ځنګل وهل دوام لرې، ټولو ته معلومې دې، زه تاسو سره د درواغو وعدې نشم کولی چې زه د کوړنګل په هسکو غرونو کې د ځنګل وهلو مخه ونیسم ،یا به یې د څوکې چلس او یاهم دغازې اباد ولسوالۍ په لیرې سیمو کې،خو بیاهم ژمنه کووم چې د خپلې وسې په اندازه به يي مخنیوی کوم، دا هڅې هغه وخت ښه نتیجه ورکوي چې ولس راسره ملګری شي، لږ ترلږه دې راته د ځنګل وهونکو او قاچاق وړونکو نومونه وښي."

خلک وایي، د لرګیو په قاچاقو او ځنګل وهلو کې یو شمېر دولتې چارواکې او امنیتي مسولین لاس لري، که داسې نه وي نو بیا قاچاق وړونکي په دې بریالي کېږي چې په تورو سړکونو له کونړ څخه وهل شوي چارتراش د هېواد نورو سیمو او یا هم ګاوندي هېواد ته انتقال کړي؟

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG