د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د کونړ قومي مشران: طالبانو او داعشیانو د ځنګلونو وهلو ته زمینه برابره کړې


داعش او وسله‌والو طالبانو په کونړ کې په غیر فني او غیر قانوني ډول د ونو او ځنګلونو وهلو او قاچاق ته لاره هواره کړې او ګټه‌یې د دوی جېب ته ځي.

د دغه ولایت د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرې څه مودې یې په سیمه کې ځنګل وهونکو په غیر فني او غیر قانوني ډول د نښترو په تنو برقي ارې اړم کړي او وهل شوي لرګي د قچرو په سیله د غرونو له لارې د ننګرهار درې نور ولسوالۍ ته انتقالوي چې د خلکو په وینا د انتقالېدونکو لرګیو څخه داعش او وسله‌وال طالبان محصول اخلي.

د چپې درې ولسوالۍ قومي مشران وايي، له یو څه وخت څخه راپدېخوا د یګل درې ته د لرګیو سوداګر د برقي ارو سره رسېدلي او هلته‌يې په ځنګل ناتار ګډ کړی او هره ورځ لسګونه لوړې او دنګې ونې راچپه کوي.

د چپې درې ولسوالۍ قومي مشر مولوي شاه محمود ازادي راډیو ته وویل له تېرو ۴۰ کالو او له هغه وړاندې د دوی قوم د ځنګل په وهلو او پلورلو بندیز لګولی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"دې ولسونو د ځنګل ساتلو لپاره یوه تړه ایښې وه چې نه به څوک ځنګل وهي او نه به‌یې په نورو پلوري، کله چې افغانستان کې د طالبانو واکمني وه هلته هم خلکو خپل دود او دستور طالبانو ته وړاندې کړی و، هغوی هم منلی و، بیا چې کله حکومت نه‌و بیا هم خلکو ځنګل ساتلی و، خو اوس حالات بل ډول دي."

قومي مشران: وسله وال باید تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ځنګلونو وهل بند کړي.
قومي مشران: وسله وال باید تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ځنګلونو وهل بند کړي.

ملک شیر خان وايي، پخوا خلکو د قومي مشرانو پرېکړې منلې، خو اوس داسې کسان شته چې نه د قومي مشر خبره مني او نه‌يې هم په ذهنونو کې د ملي شتنمۍ د ارزښت په اړه څه شته نو ځکه‌يې د ځنګلونو به وهلو لاس پورې کړی دی.

د ملی وحدت د حکومت د اجرائیه رئیس مشاور او د چپې درې ولسوالۍ قومي مشر نصر الله خان بیا وايي، وهل شوي لرګي ټول د غرونو له لارې د ننګرهار دره نور ولسوالۍ ته د قچرو په وسیله انتقالېږي او په دغو ساحو کې حاکمې وسله‌والې ډلې ترې خپل محصول اخلي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه ساحه د وسله‌والو طالبانو په واک کې ده، دوی هم د دې وطن بچي دي، ولې د ځنګل وهلو مخه نه‌نیسي؟ او بیا د غرونو له لارې درې نور ته ځي ولې چوپه خوله دي؟"

قومي مشران د حکومت او له وسله‌والو مخالفو ډلو غواړي چې باید د ځنګل وهلو او د لرګیو د انتقال پر چارو باندې بندیز ولګوي ځکه چې دا ملي شتنمي ده او باید چې وساتل شي.

دوی وايي:

"حکومت او طالبان باید د ولسي تړو احترام وکړي، نور چې هر څوک محصول اخلي هغه‌يې خپل کار دی، خو د ځنګل وهلو ته دې لاره نه‌برابروي."

د کونړ مرستیال والي قاضي محمد نبي احمدي په یوه ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته وویل دوی هېڅ چاته اجازه نه‌ورکوي چې په امنیتي ساحو کې ځنګلونه ووهي او یا هم وهل شوي لرګي نورو ځایونو ته انتقال شي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه ساحې چې هلته زموږ دولتي حاکمیت موجودیت ولري، زموږ د ولسوالیو لاسرسی کېږي او هلته زموږ کارمندان تګ راتګ کولای شي، هېڅ‌چا ته اجازه نه‌ورکوو چې هلته دې دغه ډول ناوړه عمل ترسره کړي، هېڅ‌څوک نه‌شي کولای چې دغه ملي سرمایه به غیر قانوني ډول ووهي او بل ځای ته‌یې یوسي."

که څه هم چې د سیمې خلک وايي چې د لرګیو د انتقال په بدل کې د دولت وسله‌وال مخالفین د لرګیو له سوداګرو څخه زیاتې پیسې ترلاسه کوي، خو مرستیال والي بیا وايي چې د وسله‌والو له‌خوا د لرګیو د محصول د اخیستلو په اړه کوم راپور ورته نه‌دی راغلی.

دی وايي:

"دا د خلکو نظریات دي، څه به رښتیا وي څه ناسم وي زه تائیدولی او ردولی نه‌شم، کوم کارونه چې موږ پورې اړه لري او کومو ځایونو کې چې زموږ واک چلېږي هلته به موږ هېڅ‌چا ته اجازه ورنه‌کړو چې څوک زموږ ملي شتمنۍ له‌منځه یوسي او بیا يې زموږ خلاف وکاروي."

تر اوسه وسله‌والو مخالفو ډلو د ځنګل وهلو او د وهل شویو لرګیو په انتقال کې د لاس لرلو په اړه څه نه‌دي ویلي.

له تېرو څه باندې درېیو لسیزو څخه د کونړ ځنګلونه وهل کېږي، نږدې دوه کاله وړاندې به وهل شوي لرګي په تورو سړکونو شپه او ورځ وړل کېدل، که څه هم چې اوس په سړکونو د لرګیو په هر انتقال بندیز لګول شوی، خو د غرونو او نا امنو لارو لا تر دې دمه دوام لري.

راپور : روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG