د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

په لغمان کې ورزشکارانو او ځوانانو د سولې او ژوند په نوم کمپاین پیل کړ


د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې ورزشکارانو او ځوانانو نن یکشنبه " د سولې او ژوند" په نوم یو کمپاین پیل کړ.

د سولې او ژوند په دغه کمپاین کې د لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، کابل او ځینو نورو ولایتونو ځوانانو او ورزشکارانو ګډون کړی دی.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادي رادیو ته، د راټولو شویو ورزشکارانو او ځوانانو د دغه کمپاین د هدفونو په اړه وویل:

"د دغه کمپاین یو هدف له ملګرو ملتونو غوښتنه ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره رښتینې هلې ځلې وکړي، بل هدف‌یې پر وسله‌والو مخالفینو غږ و چې جنګ او ورور وژنه ودروي او د هېواد په سوله او ابادۍ کې برخه واخلي."

ښاغلي ځواک وویل، د غونډې په لومړي سر کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په هېواد کې د سولې پر اهمیت او د ځوانانو په یووالي ټینګار وکړ.

همدارنګه لغمان ته د بدني روزنې د ریاست ورغلي استازي هم د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو هڅې مهمې وګڼلې.

د لغمان د والي ویاند دا هم وویل چې راټولو شویو ورزشکارانو او ځوانانو ۳۰ متره اوږد او ۴ متره سوررور، یو ټوکر ترتیب کړی چې زر ځوانان او ورزشکاران به پرې لاسلیک کوي، ټوکر به والي ته ورکول کېږي چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG