د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

ولسي جرګه: انتخاباتي کمېسیونونه باید د وکیلانو اندېښنو ته ځواب ووایي


د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه کړې چې انتخاباتي کمېسیونونه یوځل بیا د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په اړه د یو لړ پوښتنو د ځوابولو په مقصد، د جرګې تالار ته ور وبولي.

د انتخاباتو په کارونو کې مداخله او درغلیو ته د زمینو برابرول، د انتخاباتي کمېسیون د کمشنرانو اړوند د نظرونو اختلاف او د راتلونکو انتخاباتو لپاره د منظمو پروګرامونو نشتوالی د ولسي جرګې هغه اندېښنې دي چې غواړي د انتخاباتي کمېسیونونو له مسؤلینو سره يې شریکې او په اړه يې ځیني معلومات وغواړي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د جرګې د غړو د دغو اندېښنو تر څرګندولو وروسته ټینګار وکړ چې د انتخاباتي کمېسیونونو مسؤلین دې د انتخاباتو اړوند د تیاریو او ستونزو په اړه ولسي جرګې ته معلومات ورکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي
د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي

ښاغلي ابراهیمي وویل:

"دغه وضعیت چې موږ يې په افغانستان کې لرو، د ولسي جرګې مکلفیت جوړېږي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د خلکو د ذهنونو د روښانه کولو په هدف، تالار ته راوبولي، خو له بده مرغه، دغه کمېسیون تالار ته رانغی، دا کار له قانونه څرګنده سرغړونه ده، سبا یې بیا د کمېسیونونو له لارې اجنډا کې شاملوو او د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایتونو کمېسیونونو ته بلنه ورکوو."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې ولسي جرګې تېره اوونۍ د انتخاباتي کمېسیونونو مسؤلین خپلې غونډې ته ورغوښتې وو، خو د یادو کمېسیون مسؤلین حاضر نه شول.

د یادې جرګې لومړي مرستیال همایون همایون وویل، د انتخاباتي کمېسیونونو مسؤلینو د دوی د اعتراضونو پر وړاندې بې پروايي کړې او له دې څرګندېږي چې د دوی په کارونو کې فساد شته، که نه نو د ده په خبره، رادې شي او پوښتنو ته دې ځوابونه ووايي.

د جرګې ځینو نورو غړو هم د کمېسیونونو په چارو کې فساد ته ګوتې ونیولې او په دغه پروسه کې یې د دولت پر لاسوهنو انتقادونه وکړل.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې د افغانستان د رڼو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا د یوې سروې په خپرولو سره د انتخاباتي کمېسیونونو د کارونو په سستوالي او په دغه پروسه کې د دولت پرلاسوهنو انتقادونه کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسمشر د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د انتخاباتو په پروسه کې د حکومت د لاسوهنو په هکله، د جرګې د غړو انتقادونه ردوي او وايي چې که په دې اړه اسناد موجود وي، عدلي او قضايی ادارو ته دې وسپاري.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارلانشاء رئیس امام محمد وریماچ
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارلانشاء رئیس امام محمد وریماچ

بل خوا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارلانشاء رئیس امام محمد وریماچ د ولسي جر ګې له خواد د دغه کمېسیون د مسؤلینو د وربللو په اړه وویل:

"ولسي جرګه نه د استېضاح او نه د دوې داستجواب صلاحیت لري، د انتخاباتو قانون دغه کمېسیون مکلف کړی چې له خلکو سره معلومات د رسنیو له لارې شریک کړي، نه د پارلمان له لارې، دا یو اضافي فشار ښکاري چې پر کمېسیون یې راولي، که د دوی مقصد زموږ د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه د معلوماتو غوښتل وي، بیا نو ستونزه نشته او د پخوا په څېر چې ورغلي یوو او مرسته مو کړې، بیا هم ورځو."

ښاغلی وریماچ وايي، د دغه کمېسیون یو غړی هم کافي دی چې د جرګې غونډې ته ورشي او معلومات ورکړي.

ده د انتخاباتو په چارو کې د دولت لاسوهنې رد کړې او ویې ویل، دولت یوازې په بودجوي او امنیتي مسایلو کې له دوی سره همکار دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG