د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

ټیفا: د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ۲۵ ولایتونو ۵۳ سلنه خلک د ګډون لېوالتیا لري


ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ نوې نظرپوښتنه ښیي چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې له ۵۰ سلنه ډېرو خلکو لېوالتیا ښودلې چې په انتخاباتو کې به ګډون کوي.

ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي، دغه نظرپوښتنه په درېیو میاشتو کې ترسره شوې ده او ۲۹۶۷ کسانو په‌کې ګډون کړی چې په وینا یې، له دې ډلې ۶۸ سلنه نارینه او ۳۲ سلنه ښځینه دي.

د دغه بنسټ مسؤلینو وویل، یاده نظرپوښتنه د خلکو د نظریاتو د راټولولو، په خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو، د حکومت بې‌طرفۍ او په انتخاباتي کمېسیونونو کې د ظرفیتونو په اړه ترسره شوې ده.

د ټيفا د پروګرامونو مشر شمس راسخ د دوشنبې په ورځ په دې اړه وویل:

"موږ په دغې نظرپوښتنه کې موندلې ده چې ۵۳ سلنه ګډون کوونکي لېوالتیا لري چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او ۳۳ سلنه نور هم مطمئن نه‌دي او ۱۴ سلنه نورو ویلي چې په انتخاباتو کې به ګډون ونه‌کړي، بیا هم ۴۵ سلنه خلکو ویلي چې انتخابات به په خپل وخت ترسره شي،۳۲ ویلي چې مطمئن نه‌دي او ۲۳ سلنه نورو ویلي چې انتخابات به په خپل وخت ترسره نه‌شي."

په دغې نظرپوښتنه کې ویل شوي چې ۳۸ سلنه خلک د حکومت په بې‌طرفۍ، ۴۱ سلنه نور خلک د انتخاباتي کمېسیونونو د ظرفیتونو په اړه بې‌باوري ښودلې ده.

۳۳ سلنه خلکو د حکومت په بې‌طرفۍ او ۳۰ سلنه نورو په کمېسونونو کې د ظرفیتونو د موجودیت په تړاو ډاډ نه‌دی ښودلی، خو ۲۹ سلنو د حکومت بې‌طرفۍ او ۲۹ سلنه نور په کمېسیونونو کې په شته ظرفیتونو ډاډ څرګند کړی دی.

خو د دغه بنسټ چارواکي وايي، د نا امنیو له امله په ۹ ولایتونو کې نه دي توانیدلي چې سروي ترسره کړي.

یاد بنسټ ټينګار کړی چې د انتخاباتو د ترسره کېدو پورې دوه نورې نظر پوښتنې به هم ترسره کړي.

له بلې‌خوا د دغه بنسټ عمومي مشر محمد نعیم ایوب‌زاده نا امنۍ، په انتخاباتي کمېسیونونو کې د ځنډ او د حکومت له لوري د څارنې نشتوالی د راتلونکو انتخاباتو په مخ کې له نورو ستونزو یاد کړل.

ښاغلي ایوب‌زاده زیاته کړه:

"انتخابات په افغانستان کې د یوې سوله‌ییزې سیاسي سیالۍ یوازنۍ مرجع ده او باید په هېڅ قیمت د دغو انتخاباتو جوړښت د یو شمېر کسانو لپاره تر پښو لاندې نه‌کړو."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۷ لمریز کال د میزان ۱۶مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړې او حکومت هم ټينګار کړی چې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره جدي اراده لري.

له بلې‌خوا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ټیفا له نوې نظرپوښتنې هرکلی کوي او هغه یو مثبت ګام یادوي.

د دغه کمېسیون کمېشنر معاذ الله دولتي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوازنۍ اړتیا د دې پروسې په اړه د خلکو د اعتماد راجلبول دي، د دغو نظر پوښتنو له نتایجو زه ډېر خوښ یم چې خلک د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره لېوالتیا لري او په انتخاباتو کې ګډون کوي."

نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ چې د دغې نظرپوښتنې پر اساس خپل پروګرامونه جوړوي، تر څو د خلکو قناعت لا حاصل شي.

په همدې حال کې د ټيفا بنسټ مسؤلینو وویل چې انتخاباتي کمېسیونونه د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره باید خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر کړي او د انتخاباتو د امنیت خوندي کولو لپاره هم جدي هلو ځلو ته اړتیا ده.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG