د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

فیصل: د ټاکنو د کمېسیون کمیشنران د کار وړ او د اصلاحاتو له مخې ټاکل شوي


په سیاسي خوځښتونو د تفاهم شورا له اندېښنو وروسته د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو کمیشنران رښتیني او د کار وړ خلک دي چې د اصلاحاتو په نتیجه کې ټاکل شوي دي.

په انتخاباتي کمېسیونونو کې د بیا ځلي تغیراتو په اړه د سیاسي خوځښتونو د تفاهم شورا د غوښتونو په ځواب کې، د افغانستان اجراییه ریاست وايي، انتخاباتي کمیشنران د یوې پروسې له مخې ټاکل شوي او د حکومت له مشرانو سره څه اړیکې نه لري.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د انتخاباتي کمېسیونونو په اړه د سیاسي خوځښتونو او نورو بنسټونو اندېښې له وخته مخکې دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل

ښاغلي فیصل وویل:

"اوس لا ډېر د وخته دی چې د هېواد سیاسیون په دې اړه اندېښنې ښکاره کړي، که دوی څه نظر لري، باید د کار د ښه کېدو لپاره یې شریک کړي، ولې اوسني کمېسیونونه له اصلاحاتو وروسته ټاکل شوي چې د کار وړ او رښتیني خلک دي."

د سیاسي خوځښتونو د تفاهم شورا چې د مسؤلینو په وینا یې، د څو ګوندونو او سیاسي جریانونو څخه جوړه شوې، د شنبې په ورځ د انتخاباتي کمېسیونونو په خپلواکۍ انتقاد وکړ او ویې ویل چې اوسني کمیشنران د شفافو انتخاباتو د تر سره کېدو توان نه لري.

د دغې شورا یوه غړي مسعود ترشتوال ویلي، د انتخاباتي کمېسیونونو تر منځ د همغږۍ نه شتوالي، روان فساد او د وړتیاوو ټیټه کچه هغه ستونزې دي چې د دغو کمېسیونونو په وړاندې یې د خلکو باور زیانمن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتي کمېسیونونو کمیشنران د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ له اوږدو بحثونو وروسته د غوراوي د کمېټې له خوا ولسمشر ته ور معرفي شول او ټولو په یوه خوله د راتلونکو انتخاباتو په شفافیت له ټینګار سره په کار پیل وکړ.

له دې سره د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي، په اوسنیو شرایطو کې د کمیشنرانو د لېرې کېدو بحث د انتخاباتو پروسې ته زیان رسوي.

د دغې بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سیاسي جریانونو ته ښيي چې د دا ډول انتقادونو پر ځای، د راتلونکو انتخاباتو د ښه ترسره کېدو لپاره خپلې طرحې له حکومت سره شریکې کړي.

ښاغلی رشید وایي:

"هغه وخت چې د غوراوي کمېټې کار کاوه او قانون جوړېده، زموږ سیاسي مشران او ګوندونه غلي وو، اوس د کمیشنرانو د عزل طرحه په داسې حال کې چې دوی د راتلونکو انتخاباتو نېټه اعلان کړي، پرته له دې چې راتلونکي انتخابات وځنډوي، بل څه نه لري، دا کار د سیاسیونو لپاره یو بل فرصت برابروي چې د خلکو حقوق تر پښو لاندې کړي."

تر اوسه د هېواد دوه نورو مطرح ګوندونو حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د انتخاباتي کمیشنرانو د لېرې کېدو یا د کار په اړه واضح څه نه دي ویلي.

د جمعیت اسلامي ګوند ویاندعبدالشکور واقف حکیمي ازادي راډيو ته وویل، دوی د راتلونکو انتخاباتو په اړه خپلې اندېښنې د انتخاباتي کمېسیونونو له کمیشنرانو سره شریکې کړي او هیله لري چې د خلکو اندېښنو ته مثبت ځواب وویل شي.

د هغه په وینا، هر ډول تغیرات چې د انتخاباتو شفافیت تضمینوي، دوی به یې هر کلی وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG