د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

صیاد: ډېر ژر به د رای ورکوونې مرکزونو د ارزونې لړۍ پیل شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي،د رای ورکوونې د مرکزونو د ارزونې لپاره حکومت دوی ته بودجه سپارلې او ډېر ژر به د دغو مرکزونو د ارزونې لړۍ پېل شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان البدیع صیاد د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د رای ورکوونې د مرکزونو عملیاتي پلان بشپړ شوی او اوسمهال دوی د کارکوونکو د جذبولو او روزولو پر بهیر او میکانیزمونو کار کوي.

ګلا جان عبدالبدیع صیاد.
ګلا جان عبدالبدیع صیاد.

نوموړي زیاته کړه:

"د ټاکنو د مرکزونو د ارزولو بهیر په څو راتلونکو ورځو کې د کمېسیون لخوا پېلېږي، عملیاتي پلان يې بشپړ دی، بودجه يې د دولت لخوا تهیه شوې، د مالیې وزرات کمېسیون ته سپارلې او موږ اوس د کارمندانو په ګمارلو او د هغوی د ټرينینګ کولو پر بهیر باندې په کار بوخت یو."

ښاغلي صیاد وویل چې د انتخاباتو د عمومي بودجې په اړه هم د حکومت او ډونرانو سره خبرې اترې شوي او هغوی ورسره ژمنه کړې چې ډېر ژر به د انتخاباتو عمومي بودجه هم د دوی په اختیار کې ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون شااو خوا دوې اوونۍ وړاندې حکومت ته خبر داری ورکړی و چې که د روانې میاشتې ترپایه د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره دوی ته بودجه ځانګړې نشي په روان کال کې به انتخابات ناشوني وي.

د دغه کمېسیون ویاند ګلا جان عبدالبدیع صیا د رای ورکوونې د مرکزونو د ارزونې او ټاکلو په هکله يوې خبرې ناستې ته ویلي و چې په دې برخه کې یې خپلې طرحې حکومت ته ورکړي او له حکومت څخه يې د عملي اقداماتو غوښته کړې.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلینو ویلي چې د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ۲۲۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده او نور کارونه یې بشپړ شوي دي.

د يو شمېر راپورونو له مخې د انتخاباتو په وړاندې مالي ستونزې او ناامني لوى چلېنجونه ګڼل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا، د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کولو لپاره د حکومت د ارادې نشتوالی، په حکومت کې دننه ناسالم رقابتونه، د حکومت له‎ خوا د انتخاباتي طرحو ایسارول، د ناامنیو زیاتوالی او د ملي شورا د کار دوام د راتلونکو انتخابانو په وړاندې سترخنډونه ګڼي.

د دوی په خبره روان وضعیت ته په کتو ستونزمنه به وي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات په روان کال کې ترسره شي.

په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو د شبکې يا اکسين مشر جانداد سپين غر ازادي راډیو ته وویل چې د ټاکنیزو مرکزونو ارزونه يو کوچنی ګام دی او دا ډاډ نشي رامنځته کولای چې راتلونکې انتخابات دې په روان کال کې ترسره شي.

جانداد سپین غر.
جانداد سپین غر.

نوموړي زیاته کړه:

"نورې مهمې برخې پاتې دي او يو وړوکی قدم نشي کولای چې دا ډاډ رامنځته کړي چې کمېسیون به په لنډ وخت کې شفافه انتخابات رامنځته کړي."

ښاغلی سپین غر وايي، د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره،د رای ورکوونکو د نوملړ چمتو کول،د حوزو کوچني کول، د انتخاباتي کمېسیونونو په داخل کې اصلاحات او ټکنالوژۍ ځای پرځای کول هغه مهمې برخې دي چې د راتلونکو ټاکنو برخلیک ورپورې تړلی دی.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG