د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

ولسي جرګه: ارګ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لپاره نوي کمیشنران ګماري


د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي چې جمهوري ریاست د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لپاره نوي کمیشنران ګمارلي دي.

همایون همایون وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کميشنرانو د فشارونو له کبله استعفاوې ورکړي او جمهوري ریاست په نوي لیستونو کار کوي.

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون
د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون

ښاغلی همایون چې د شنبې په ورځ یې د جرګې مشري کوله، وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید په دغه کمېسیون کې د موجوده وضعیت په اړه ولس ته ځواب ووايي:

"په تالار کې موږ په وار وار دا مسئله یاده کړې چې د انتخاباتو د کمېسیون کميشنرانو ولسمشر ته خپلې استعفاوې وړاندې کړي، په دغه کمېسیون کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او د چارو په اړه یې ورته د جمهوري ریاست له خوا امر کېږي او تر کومه چې موږ معلومات لرو، ان په لیستونو هم کار کېږي. "

دا په داسې حال کې ده چې تازه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مشرتابه یوه غړي معازالله دولتي رسنیو ته ویلي چې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې ډېری پرېکړې په پټه کېږي.

ښاغلي دولتي دغه شان ادعا کړې چې ډېری مهمې پرېکړې د انتخابابو په خپلواک کمېسیون کې د څلورو تنو له خوا کېږي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوې غړې ملیحې حسن هم په کمېسیون کې د پټو پرېکړو په اړه ویلي وو.

نوموړې دا هم ویلي وو چې د کمېسیون ځیني غړي په قصدي توګه څنډې ته شوي او په پرېکړو کې ونډه نه ورکول کېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا دا ډول ادعاوې بې بنسټه او له واقعیته لېرې بولي.

د دغه کمېسیون کمیشنر او ویاند ګلاجان بدیع صیاد وايي، کمېسیون په خپلواک ډول چارې پر مخ بیايي او له اسنادو او شواهدو پرته د کمېسیون پرضد څرګندونې د شرم وړ دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمیشنر او ویاند ګلاجان بدیع صیاد
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمیشنر او ویاند ګلاجان بدیع صیاد

ښاغلی صیاد زیاتوي:

"ځیني مسؤلین چې په لوړو پوسټونو کې هم کار کوي، څوم ځل دی چې متاسفانه، غیر مسؤلې څرګندونې کوي، دا ډول ادعاوې بې بنسټه دي او دغه کمېسیون ته چې د یوې مهمې ملي پروسې د ترسره کولو مسؤلیت لري، سپکاوی دی او دوی باید خپله په دا ډول خبرو وشرمېږي. "

د افغانستان د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو شبکه یا اکسین بیا وايي، د دوی ارزونې هم ښیي چې د انتخاباتو په کمېسیون کې ستونزې شته، خو دا چې کمنشرانو دې استعفاوې ورکړې وي، په دې اړه معلومات نه لري.

د دغې شبکې رئیس جانداد سپین غر ازادي راډیو ته وویل، له همغه پیله د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د کمېشنرانو په غوراوي کې ستونزې وې چې دا مسئله د دوی په چارو بې اغېزې نه شي پاتې کېدای.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG