د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

په روسیه کې د پوتین د زېږېدو د کلیزې په ورځ د ده پر ضد لاریونونه وشول


په ټوله روسیه کې د اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالني پلویانو پرون شنبه چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د زېږېدو ۶۵مه کلیزه وه، لاریونونه وکړل.

د ناوالني پلویان په مسکو، ولادیواستوک، خبروفسک، ستاوروپول او یو شمېر نورو ښارونو کې لارو او سړکونو ته راوتلي وو.

خو پروني لاریونونه له کومې سترې پېښې پرته پای ته ورسېدل.

په روسیه کې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالني او د هغه پلویانو پروني لاریونونه د ولادیمیر پوتین د زېږېدو د کلیزې له ورځې سره سم پلان کړي وو.

په مسکو کې لاریون کوونکو پرون شنبه د روسیې د ازادۍ، د ناوالني د ازادۍ او له واکه د ولادیمیر پوتین د لیرې کېدو نارې وهلې.

مظاهره‎چیانو د لاریون پر مهال شعارونه ورکول او ویل یې:

"کلیزه مبارک! ناوالني ته ازادي! له پوتینه پرته روسیه! ازاد انتخابات! دلته موږ چارواکي یوو."

خو د ولادیمیر پوتین په پلرني ښار سن پټرزبرګ کې روسي پوليسو د ښار مرکزي چوک او هغه سیمه چې د لاریون کوونکو د را غونډېدو لپاره په نښه شوې وه، کلا بنده کړې وه.

سره له دې چې د پولیسو له لوري پر لاریون کوونکو ستر بندیز نه‌و لګېدلی او د کومې بدې پېښې خبر نه‌دی ورکړل شوی، لسګونه لاریون کوونکي د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي دي.

په سن پټرزبرګ کې د الکسي ناوالني د انتخاباتي کمپاین د هماهنګۍ مسؤل او د هغه د کمپاین وکیل پرون شنبه پولیسو ونیول.

د روسیې په درېیو نورو ښارونو کې هم د هغه د ټاکنیز کمپاین مسؤلين او په ټوله روسیه کې د هغه د کمپاین سلګونه فعالان نیول شوي دي.

د الکسي ناوالني ملاتړ کوونکو پرون له حکومته غوښتنه کوله چې ناوالني ته اجازه ورکړي چې د جمهوري ریاست په راروانو ټاکنو کې چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په مارچ میاشت کې کېږي، برخه واخلي.

د مسکو ښار په زړه کې پر پوشکین څلور لارې راغونډو شویو لاریون کوونکو غوښتل چې د کرملېن پر لور مارش وکړي، خو پولیسو يې مخنیوی وکړ او هغوی یې شاتګ ته اړ کړل.

زیات لاریون کوونکي پرون په مسکو کې د باران د شدت له امله هم خواره واره شول.

دا په داسې حال کې ده چې د مسکو ښاري محکمې پر السکي ناوالني د ۲۰ ورځني زندان د حکم د بدلولو لپاره، د هغه د استېناف غوښتنه د جمعې په ورځ رد کړه.

پولیسو په مسکو کې د هغه د انتخاباتي کمپاین دفتر هم تلاشي کړی دی.

الکسي ناوالني چې د کرملېن له سختو منتقدانو دی، په غیر مجازو لاریونونو کې ګډون ته د خلکو د هڅولو له امله، له قانونه د سرغړونې په جرم په ۲۰ ورځې زندان محکوم شوی دی.

السکي ناوالني ویلي چې کرملېن هڅه کوي چې د امکان تر حده زیاته موده‌یې په توقيف کې وساتي.

XS
SM
MD
LG