د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۲

ناوالني د پوتین پر ضد د مظاهر غږ کړی


د روسیې د اپوزېسیون مشر الیکسي ناوالني، پر خلکو غږ کړی دی چې د اکتوبر په اوومه چې د ولسمشر پوتین پنځه شپیتمه کلیزه ده، مظاهره وکړي.

ناوالني د دې سربېره یې دا غوښتنه کړې ده چې کرملېن خبرداری ورکړی دی چې د غیرقانوني عامه غونډو جوړونکي به محاکمه شي.

ناوالني پرون په خپلې ویبپاڼې کې په یوه بیان کې د پوتین حکومت تورن کړ چې د مارچ میاشتې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ده د هڅو د مخنیوي لپاره خلک نیسي او توقیفوي.

ناوالني وایي، د اکتوبر اوومه نیټه هغه ورځ ده چې ټول باید په ښکاره یو موټي شوو.

ناوالني په بیان کې ویلي دي چې دا اتلسم کال دی چې پوتین په واک کې دی او نور باید تقاعد شي.

ناووالني له خپلو ملاتړیو غوښتې دي چې له ډله ییزو رسنیو، پیغامونو، ټیلفونونو او ټولو هغو امکاناتو چې ورسره شته استفاده وکړي ترڅو شفاف انتخابات ترسره شي.

XS
SM
MD
LG