د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

د انتخاباتو کمېسیون: د ولسي جرګې د انتخاباتو په نېټه کې به هېڅ ډول تغییر رانه‌شي


د انتخاباتي کمېسیونونو د اوسنیو کمېشنرانو له کارونو سره د مخالفتونو پر زیاتېدو، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو په نېټه کې به هېڅ ډول بدلون رانه‌شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سیاسي جریانونو د تفاهم شورا وروستۍ څرګندونې له حقیقت نه‌ لیرې او یوازې یوه شایعه بولي وايي، کمېسیون به هېڅکله دغو شایعاتو ته تسلیم نه‌شي.

د دغه کمېسیون رئیس نجیب‌الله احمدزي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري ناسته کې له سیاسي جریانونو وغوښتل تر څو د انتخاباتو په اړه خپلې طرحې له دوی سره شریکې کړي.

ښاغلي احمدزي همدارنګه وویل، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو په نېټه کې به هېڅ کوم بدلون رانه‌شي.

نجیب الله احمدزی
نجیب الله احمدزی

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رهبري کلکه اراده لري چې د راتلونکي ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات پر خپل وخت او ټاکلي زمان ترسره شي او هېڅ ډول بدلون به په‌کي نه‌راځي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باوري دی او له خپل ولس سره ژمنه کوي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو راتلونکې ټاکنې به د افغانستان ملت، ټاکنیزو څارونکو، مرستنیدویه هېوادونو او په ټوله کې نړیوالې ټولنې ته شفاف او سرتاسري انتخابات وي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري د انتخاباتو د نېټې د اعلان پر اساس ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان میاشتې پر ۱۶مه نېټه ترسره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، که چېرې په دغه بهیر کې کومه ستونزه پیدا شي او کمېسیون‌یې په هواري کې پاتې راشي دوی به خلکو ته مراجعه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د سیاسي جریانونو د تفاهم‌لیک تر عنوان لاندې یوې شورا په کابل کې د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د کارونو په تړاو انتقاد وکړ او ویې‌ویل چې اوسني کمېشنران د راتلونکو شفافو انتخاباتو د ترسره کولو توان نه‌لري او باید له دندو لیرې شي.

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي، هغوی د رأی ورکولو د مرکزونو بیاځلې څېړنې پای ته رسوي، خو یو شمېر سیاسي جریانونو او د ملي شورا غړو تر دې وړاندې ویلي چې د یو شمېر کمېشنرانو ترمنځ سیاسي اختلافات، د انتخاباتو د بودجې نه‌تأمین او د دغه بهیر د امنیت ټينګښت له هغو مواردو څخه دي چې تر اوسه په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه نه‌دي شوي.

اکسین یا د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې شبکې رئیس جانداد سپین غر د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د انتخاباتو د شفافیت لپاره د انتخاباتو کمېسیون باید د سیاسي احزابو د مدني ټولنو او د خلکو اعتماد راخپل کړي او هم په کمېسیون کې ظرفیت جوړولو ته پام وکړي.

جانداد سپین غر
جانداد سپین غر

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرې له دغو مسایلو پرته یو شمېر بدلونونه او اجرأت داسې کېږي چې اعتماد جوړونه ونه‌شي، په سیستم کې لازم اصلاحات رانه‌شي، لازم ظرفیتونه جوړ نه‌شي او موږ یوازې په نوم انتخابات تمثیلوو، زما په اند دا مسئله د اعتماد وړ نه‌ده."

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد د چهارشنبې ورځې په خبري ناسته کې وویل، دوی توانېدلي چې د خلکو او تمویلوونکو ادارو اعتماد راخپل کړي.

د هغه په وینا، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خلکو ته مسؤل دی.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG