د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ د عملي همکارۍ مذاکراتو دویمه غونډه وشوه


د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د عملي همکارۍ د مذاکراتو Practical Cooperation Dialogue دویم دور په کابل کې ترسره شوی چې درېواړو اړخونو پکې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په ګډون پر یو لړ مسائلو خبرې اترې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه مذاکرات د سپټمبر په ۲۶ او ۲۷مه نېټه وشول چې مشري یې د افغانستان د مالیې وزارت جګپوړي چارواکي مصطفی اریا پر غاړه وه او د چین له خوا پکې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت جګپوړي غړي ژاوکین او د پاکستان له خوا پکې د یاد هېواد د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي منصور احمد خان ګډون کړی و.

خبر پاڼه په دې اړه کاږي:

"په دغو مذاکراتو کې درېواړو اړخونو هغه ځانګړې څانګې په نښه کړي چې عملي همکاري پکې شونې ده او درېواړه لوري په دې سلا شوي چې په دغو برخو کې همکاري لا پراخه کړي."

د دغې غونډې ګډونوالو پر دې ټینګار کړی چې د درې اړخیزې عملي همکارۍ مذاکراتو هدف د افغانستان بیارغونه او د دې هېواد اقتصادي پرمختګ او د درېواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکول دي.

خبر پاڼه زیاتوي د چین، پاکستان او افغانستان د درې اړخیزې همکارۍ بله غونډه به په اسلام اباد کې وشي چې نېټه به یې وروسته اعلان شي.

د افغانستان و پاکستان ګاونډي هېواد چین په دې وروستیو کې د اسلام اباد و کابل ترمنځ د اړیکو د رغونې لپاره هلې څلې پیل کړي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر څه موده مخکې په دې لړ کې د پاکستان او افغانستان سفر هم کړی و.

چین د افغانستان د سولې د پروسې په لړ کې د جوړې شوې هغه څلور اړخیزې کومېټې غړی هم دی چې په ۲۰۱۵مېلادي کال کې په اسلام اباد کې جوړه شوه.

په کابل کې د افغان سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه.
په کابل کې د افغان سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه.

په دغه کومېټې کې پر چین سربېره، د افغانستان، پاکستان او امریکا استازي هم برخه لري.

د یادونې وړ ده چې دغه کومېټې تر جوړېدو وروسته په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره په اسلام اباد او کابل کې څو غونډې هم کړې وې.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG