د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د هوا په سړېدو سره پر بې ځایه شوېو کډوالو د بشري ناورین امکان


د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې په غور، سرپل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د جګړو له امله سلګونو کورنۍ بې ځایه شوي چې دا مهال په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

دوی وايي چې هوا مخ په سړېدو ده او که په خپل وخت یې غم ونه خوړل شي، نو امکان لري بشري ناورین رامنځ ته شي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي چې د چهارشنبې په ورځ یې د غونډې مشري کوله د کډوالو چارو کمېسیون ته دنده وسپارله چې د بې ځایه شوېو کورنیو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی
د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی

نوموړی وايي:

"ځینو وکیلانو یادونه وکړه چې په غور او سرپل ولایتونو کې د بې ځایه شوېو کورنیو کچه لوړه شوې ده، په دې اړه د کډوالو چارو کمېسیون ته دنده سپارل کېږي چې دغه موضوع دې په جدي ډول وڅېړي او د حل‎لارې دې ورته پیدا کړي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په تازه راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال په اګسټ میاشت کې د جګړو له امله ۵۱ زره او ۵۰۰ افغانان له خپلو سیمو څخه بې ‌ځایه شوي دي.

د دغه دفتر په راپور کې چې دوه ورځې وړاندې خپور شوی راغلي دغه کسان د افغان سرتېرو او وسله‎والو مخالفینو د جګړو له امله بې ځایه شوي دي.

له دې وړاندې د کډوالو چارو وزارت ویلي وو، د دوی د شمېرو له مخې د روان میلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۲۰۰ زره افغانان له خپلو اصلي سیمو څخه بې ‌ځایه شوي دي.

په افغانستان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي چې دوی له بې ځایه شوېو کورنیو سره لومړنۍ او بیړنۍ مرستې کوي.

د دغې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له لومړنیو مرستو وروسته یې د اوږد مهالو مرستو لپاره د کډوالو چاو وزارت ته معرفي کوي.

محمد اسلم سیاس
محمد اسلم سیاس

سیاس زیاته کړه:

"هغه کسان چې د جګړو له امله بې ځایه کېږي، دغه کسان موږ په درې ورځو کې تر پوښښ لاندې نیسو، هغوی ته خوراکي مواد ترپال، خیمې او نور اړین مواد ورکوو، څو لومړنۍ ستونزې حل شي او وروسته یې د کډوالو چارو وزارت ته معرفي کوو."

هڅه مو وکړه چې له کورنیو بې‎ځایه شوېو سره د مرستو په اړه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نظر را واخلو، خو له پرله‎پسې هڅو سره بیا هم یې په نظر اخېستو ونه توانېدو.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، هڅې تېزې شوي چې د بې ‌ځایه شوېو او له راستنېدونکو کډوالو د ستونزو هوارۍ ته مالي امکانات برابر شي.

د اجرائیه ریاست ویاند نېږدې یوه میاشت وړاندې ویلي د بې‎ ځایه شوېو کورنیو او له نورو هېوادونو څخه هېواد ته د راستنېدونکو د ستونزو هوارولو ته، ټول ۵۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوي چې تر اوسه یوازې ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته شوې ده.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG