د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

ولسي جرګه د سوریې جنګ ته د ایران له خوا د افغانانو د لېږلو سپیناوی کوي


د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، د بهرنیو چارو وزارت يې د ایران له خوا د سوریې جنګ ته د افغانانو د استولو د مسئلې د سپیناوي لپاره غوښتی دی.

د افغانستان ولسي جرګه دا هڅه کوي چې د کورنیو چارو له وزارت نه د ایران له خوا د سوریې جنګ ته د افغانانو د لېږلو د کچې په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون رئیس زمرک پادخوابي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی بهرنیو چارو وزارت ته د ایران له خوا د سوریې جنګ ته د افغانانو د استولو د مسئلې په اړه مکتوب استولی دی.

نوموړی زیاتوي:

"موږ د بهرنیو چارو وزارت ته مکتوب استولی، تر څو هغوی کمېسیون ته احضار کړو او له هغوی معلومات واخلو چې ایا رښتیا هم په ایران کې افغان مهاجر د ایران له خوا د سوريې جنګ ته استول کېږي، که نه، هغوی راتلونکې اوونۍ کمېسیون ته راځي او موږ ته معلومات راکوي."

هڅه مو وکړه په چې دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو د دغه وزارت ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

یو شمېر نړیوالو رسنیو تازه خبر ورکړی چې نېږدې شپږ زره افغانان د سوريې جنګ ته استول شوي دي.

هغه څه چې المان غږ دوېچه ویلې نشر کړي دي، پر بنسټ يې کوم افغانان چې د سوریې جنګ ته استخدامېږي، د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه يې د ستاینې وړ ګرځي.

له دې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم ادعا کړې وه چې یو شمېر افغان کډوال د ایران له خوا د سوریې جنګ ته استول کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وار وار ویلي چې په دې اړه به څېړنې وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال وايي، د بهرنیو چارو وزارت باید تر دې دمه په دې اړه خپلې موندنې اعلان کړې وای.

دی په دې برخه کې د بهرنیو چارو وزارت په ناغېړۍ تورنوي او وایي:

"په دې اړه د دوی نه قاطعیت او ترڅنګ يې د افغانانو په اړه د مسؤلیت نه احساسول هغه مسایل دي چې خلک د بهرنیو چارو د وزارت له رهبرۍ رضایت نه لري. "

ښاغلي صدیقي وویل چې د سوریې جنګ ته د ایران له خوا د افغانانو د استولو د مسئلې په اړه شاید په هغه هېواد کې افغان سفارت ښه معلومات ولري.

نوموړي له یاد وزارته غوښتنه وکړه چې په دې اړه د خپلو څېړنو پایلې زر ترزره له افغانانو سره شریکې کړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG