د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

میاخېل: که پاکستان افغان کډوال په زور وباسي له نړیوالو مرسته غواړو


د پاکستان پارلمان د چهارشنبې د ورځې غونډه کې په دوه مسئلو جدي خبرې وکړي، له امریکا سره د اړیکو پر راتلونکې او د افغان کډوالو ستنول.

د خبرو په پای کې د بهرنیو چارو د وزیر خواجه آصف په حضور کې یو پریکړه‎لیک چې وکیلانو د امریکا د ولسمشر وروستي تورونه په کې وغندل هم تصویب شو.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې دا پاکستان دی چې د افغانستان جنګ یې اوږد کړی دی.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

د پارلمان غړو د غونډې په یوه برخه کې دا غوښتنه وکړه چې له پاکستانه د میلیونونو افغان کډوالو د ستنولو لپاره ښايي یو پلان برابر شي.

بل‎خوا د افغانستان د مهاجرینو وزارت په خپل غبرګون کې وویل چې د افغان مهاجرینو د ستنولو په اړه هر ډول پریکړه باید د شوي درې اړخېز توافق پر اساس وي.

د مهاجرینو د وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل چې دغه درې اړخېز توافق د افغانستان او پاکستان او ملګرو ملتونو ترمنځ شوی دی چې پر اساس یې هرکال د کډوالی سند لرونکو افغانانو ته پاکستان کې د پاتې کېدو کارټونه تمدیدېږي.

د مهاجرینو د وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل
د مهاجرینو د وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل

دی وايي:

"زموږ غوښتنه دا ده چې د کډوالو ستنېدل د توافق سره سم، تدریجي، په عزت او خوندي توګه او د دوی په خپله خوښه وي. هېڅ کوم هېواد نه‎شي کولی چې د اصلي هېواد یا د مبدا هېواد سره له تفاهم پرته د میلیونو انسانانو په هکله پریکړه وکړي. "

شاوخوا دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې د کډوالې ژوند تېروي.

په دوی کې یو میلیون او درې لکه کسان اسناد لري او اووه لکه نور بې اسنادو دي.

د هغو کډوالو سندونه چې پاکستان کې په قانوني توګه ژوند کوي د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه اعتبار لري چې له شوي توافق سره سم ښايي هرکال تمدید شي.

د افغانستان د مهاجرینو د وزارت سلاکار وايي، که پاکستان په خپلو ژمنو ونه درېږي کابل به نړیوالو سازمانونو ته مخه کړي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"زه فکر نه‎کوم چې پاکستان به دا ډول کومه پریکړه وکړي. خو که داسې کومه مسئله پېښه شي د هغو نړیوالو سازمانونو څخه چې موږ سره همکاري لري مرسته غواړو. که داسې کومه موضوع وي نو بیا یوې څلور اړخېزې غونډې ته اړتیا ده چې د افغانستان، پاکستان، د کډوالو د نړیوال سازمان، IOM او د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ یا UNHCR استازي په کې برخه واخلي. "

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د پارلمان پرونۍ غونډه کې دا هم وویل چې افغانستان او امریکا ښايي د افغانستان هغه پولي له کوم ځایه چې د هغه په وینا تروریستان پاکستان ته را اوړي باید وتړي.

وروسته له‎دې چې واشنګټن د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله نوې پالیسي اعلان کړه او په هغې کې پاکستان تروریستانو ته په پناه ورکولو تورن کړ؛ د دغه هېواد چارواکو د امریکا او افغانستان خلاف تُندې څرګندونې کړي دي.

د افغان کډوالو د ستنولو مسئله چې تر دې مخکې د پاکستان پارلمان کې مطرح شوې نه وه پرون یې ګڼو وکیلانو ملاتړ وکړ.

XS
SM
MD
LG