د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

د امریکا د ستراتیژۍ له اعلان وروسته د ارزګان او غزني امنیتي وضعیت


د ارزګان او غزني امنیتي چارواکې وایي، په دغو ولایتونو کې د امریکا د ستراتیژۍ د اعلانېدو سره سم، د وسله والو طالبانو بریدونه کم شوي دي.

د دغو ولایتونو سیمه ییز امنیتي چارواکي په داسې حال کې په دغو ولایتونو د وسله والو طالبانو د ضعیف تیا خبره کوي چې څه کم یوه میاشت مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله نوي ستراتیژي اعلان کړه او په هغه کې یې د افغان امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ د دوام او د وسله والو مخالفینو د ماتې ژمنه وکړه.

په ارزګان ولایت کې د څلورمې پلې لېوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي د شنبي په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت له هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړې، نو ورسره سم په ارزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو شمېر او بریدونه کم شوي دي.

نوموړي همدا راز وویل چې په دغه ولایت کې د امریکا د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ځواکونو هوايي بریدونو هم ښه پایله ورکړې او وسله وال طالبان یې سخت ځپلي دي.

ښاغلي قیمتي وویل:

"په ارزګان ولایت کې اوس وسله والو طالبانو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او هغوی تښتېدلي، دوی اوس زموږ له سرتېرو سره مخامخ جګړې نه کوي، یوازې له ماینو کار اخلي او بل دا چې د امریکا ستراتیژۍ ښه مثبته نتیجه ورکړې ده."

ښاغلي قیمتي دغه راز وویل چې تېره شپه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړونده یکلینګه نومي سیمه کې بهرنیو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر یو شمېر مرکزونو هوايي بریدونه کړي چې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه معلومات نه لري.

نوموړي داهم وویل چې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره یو لړ نوي پلانونه هم تر لاس لاندې نیولي چې ډېر ژر به يې عملي کړي.

له دې سره په دغه ولایت کې د ولایتي شورا مسؤلین هم ورته څرګندونې لري.

په دغه ولایت کې د ولایتي شورا یوه غړي حیات الله فضلي دغه راز له افغان امنیتي ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چې له فرصت څخه کار واخلي او نور دې وسله وال طالبان وځپي او سیمې دې ورڅخه تصفیه کړي.

ښاغلي فضلي وویل:

"له کله چې امریکا د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړه، نو په دغه ولایت کې د وسله طالبانو هغه تبلغات کم شوي او زموږ د معلوماتو پر اساس، د دوی شمېر په وطن کې اوس هم کم شوی او یوازې له ځانه دفاع کوي."

دا په داسې حال کې ده چې له تېر یوه کال راهیسې په ارزګان ولایت کې، افغان امنیتي ځواکونو هوايي او ځمکني عملیات د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف پیل کړي، خو د مسؤلینو په خبره چې د دغه ولایت په یو کېلومترۍ کې لا هم وسله وال طالبان شتون لري.

بل خوا بیا د ارزګان په ګانډ کې د غزني سیمه ییز امنیتي چارواکي هم وايي چې په دغه ولایت د امریکا د ستراتیژۍ له اعلانه وروسته، په دغه ولایت کې وسله والو طالبانو غوټې په شا کړي او ځالې یې پریښې دي.

د غزني ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد زمان ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې اوس د پخوا په پرتله امنیت ښه شوی او په خبره یې چې وسله وال طالبان اوس یوازې له ځانه د دفاع په حالت کې دي.

ښاغلي محمد زمان وویل:

"که چېرې ستاسو په یاد وي، یوه میاشت مخکې د غزني پر مرکز او ولسوالېو کې به وسله والو طالبانو هره شپه زموږ پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کول، خو دوی اوس هسې نه کوي، یوازې له خښو کړیو ماینونو کار اخلي او بل په دغه ولایت کې د امریکا د غوڅ ملاتړ د ماموریت ځواکونو خپل هوايي بریدونه هم زیاته کړي دي. "

ښاغلي محمد زمان دغه راز وویل چې تېره ورځ د امریکا د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍکې د وسله والو طالبانو پر یو شمېر پټن ځایونو هوايي بریدونه کړي چې پرمهال یې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

له دې سره په دغه ولایت کې، په ولایتي شورا کې د ولس استازي هم ورته څرګندونې لري.

په دغه ولایت کې د ولایتي شورا یوه غړي امان الله کامراني د دې تر څنګ له امریکا غوښتنه وکړه چې خپلې ژمنې عملي کړي.

ښاغلي کامراني وویل:

"موږ دا منو چې په غزني ولایت کې د امریکا د ستراتیژۍ له اعلان وروسته د وسله والو طالبانو بریدونه کم شوي او له ځینو سیمو څخه يې مشرانو هم تېښته کړې، خو امریکا باید په دغه ولایت کې خپلو هوايي بریدونو ته نور هم زور ورکړي. "

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه افغان چارواکو د ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادونې وړه ده چې تر دې وړاندې ازادي راډيو ته یو شمېر دولتي باوري سرچینو ویلي وو چې د وسله والو طالبانو یو شمېر لوړ پوړیو مشرانو په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې، خو وسله والو طالبانو دغه څه رد کړي وو.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG