د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۰۰

د ارزګان د چورې ولسوال: طالبانو پر یوه ماشوم جنسي تیری کړی


د ارزګان ولایت سیمه‎ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په چوره ولسوالۍ کې څلور تنو وسله والو طالبانو پر یوه ماشوم هلک جنسي تیری کړی.

د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله‎والو طالبانو تېره ورځ ناوخته د دغې ولسوالۍ په کونج سیمه کې پر ۱۵کلن هلک جنسي تیری کړی دی.

نوموړی وايي چې یاده سیمه د وسله‎والو طالبانو تر ولکې لاندې ده او دغه کسان هم وسله والو طالبانو نیولي دي او پوښتنې او ګروېږنې ترې روانې دي.

هاخو بیا د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا نه مني چې دغه جنسي تیری دې د دوی ملګرو کړی وي.

نوموړی وايي چې یاد جنسي تیري کوونکي د دوی له ډلې څخه نه‎دي او ملکي کسان دي او په خبره چې یاد کسان یې نیولي خپله سزا به وویني.

XS
SM
MD
LG