د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۱

غزني چارواکي: هوايي حملو کې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي


د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، په ځينو ولسواليو کې د هوايي بريدونو په نتيجه کې ٦ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

په غزني کې د درېیمي پلې لېوا قوماندان بریدجنرال نظام الدین خنجر نن دوشنبه ازادي راډيو وویل چې دغه بریدونه تېره شپه په ده دیک او ګيلان ولسواليو د وسله والو طالبانو پر مرکزونو شوي دي.

وسله وال طالبانو تراوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG