د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

ارګ: د ترورېزم پر ضد باید همغږې او له توپیر پرته مبارزه وشي


افغان حکومت وايي، له ټولې سیمې هیله لري چې د ترورېزم پر ضد هماهنګه او له توپیر پرته مبارزه وکړي.

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو وانګ یې او خواجه اصف پرون جمعه په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې روانه لانجه باید له سیاسي لارې حل شي او پوځي حل نه لري.

خو دواخان مینه پال بېګا ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، د ملي، سیمه ییزو او نړیوالو مسايلو په اړه پرېکړې په خپله کوي.

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

دواخان مینه پال وویل:

"موږ پر دې باور یو چې له ترورېزم سره اغېزمنه مبارزه افغانستان او سیمه دایمي سولې ته رسوي، موږ له ټولو هېوادونو همدا تمه لرو چې د ترورېزم پر ضد بې توپيره او هماهنګه مبارزه وکړي څو سیمه او نړۍ دایمي ثبات ته ورسېږي."

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې پرون وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور زیاتولو هڅې به وکړي ځکه د هغه په وینا، د نړۍ هېڅ هېواد پاکستان د چین په څېر ښه نه پېژني او دواړه ښه ملګري دي.

وانګ یې همدا راز څرګنده کړه چې د روان کال تر پای مخکې به د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیران پر سیمه ییزو مسایلو د خبرو لپاره په چین کې سره وګوري.

وانګ یې وویل:

وانګ یې
وانګ یې

"موږ درېیو مسئلو ته اولویت ورکړی چې ستراتيژيکې اړیکې، امنیتي خبرې او عملي همکاري دي، پر دې اساس به موږ د درې اړخیزې همکارۍ د پراختیا هڅې کوو چې له اسانه مسئلو به پېل شي او هدف به یې د سیمه ییزو همکاریو نوې تګلاره جوړول وي."

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند ازادي راډیو ته وویل چې پر چین حساب کوي او باور لري چې مهم رول لوبولائ شي.

دواخان مینه پال زیاته کړه:

"چین د افغانستان لپاره مهم ستراتيژیک هېواد دی، پر چین زیات حساب کوي، تمه ده چې د چین حکومت به د افغانستان او سیمې د دایمي ثبات په اړه یو مثبت رول ولوبوي."

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په خپلو کې ژمنه کړې چې په افغانستان کې روان، شپاړس کلن بحران به پای ته ورسوي او د دې لپاره یې له وسله والو طالبانو سره د افغانستان د حکومت د مذاکرو غږ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هندي رسنیو په وینا، د جنوبي او منځنۍ اسیا په چاروکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرستې مرستیالې، الېس ویلس د امریکا کانګرس ته ویلي چې هند هم د پاکستان په څېر په افغانستان کې مشروع امنیتي ګټې لري او امریکا غواړي چې هند په افغانستان د اقتصادي پانګونې په زیاتولو د ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.

الېس وېلس ویلي چې هند تر ۲۰۲۰میلادي کاله په افغانستان کې د درې میلیارډ ډالرو سرمایه ګذارۍ ژمنه کړې او امریکا په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره د پانګونې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG