د لاسرسي لېنکونه

واشنګټن پوسټ: د امریکایي ځواکونو پخوانۍ قرارګاه بیا وکارول شوه


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي د افغانستان د جګړې په اوږدو کې د امریکایي ځواکونو یوه پخوانۍ قرارګاه بیا وکارول شوه.

ورځپاڼه د یو شمېر سرتېرو له قوله لیکي چې ځینې امریکایې سرتېرو د هلمند د څو ناآرامه ولسوالیو په څنګ کې یوه پخوانۍ قرارګاه بېرته فعاله کړه.

فیډلرز ګرین قرارګاه لومړی ځل په ۲۰۰۹ کال کې جوړه شوې وه څو په ګرمسیر ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو د دوبي په عملیاتو کې هلته توپخانه ځای پرځای شي.

اوس د امریکا درې سوه کسیزه قوا په هلمند کې له دغې قرارګاه څخه د افغان ځواکونو د روزنې لپاره کار اخلي.

واشنګټن پوسټ په یوه بل مطلب کې د امریکایي چارواکو له قوله لیکي، واشنګټن ۳۵۰۰ تازه دمې سرتیري افغانستان ته لېږي.

له دغو ځواکونو سره به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو ټولیز شمېر ۱۴ زره او ۵۰۰ ته ورسېږي.

ورځپاڼه لیکي:

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس تېره اوونۍ خبریالانو ته ویلي و چې افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو امر یې لاسلیک کړی دی، خو ویلي یې و ترڅو چې کانګرس ته معلومات ورنه‎کړي په‎دې اړه څه نه وایي.

ورځپاڼه زیاتوي:

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورډ د چهارشنبې په ورځ د تړلو دروازو ترشا د کانګرس له غړو سره ولیدل.

واشنګټن پوسټ لیکي:

هغو چارواکو چې د دغو سرتېرو د شمېرې په اړه یې خبري وکړې، د نومونو له ښودلو ډډه وکړه.

ورځپاڼه لیکي، دا معلومه نه‎ده چې د افغانستان په ۱۶ کلنه جګړه کې به د دغو سرتېرو ماموریت څه وي او تر کله به دا ماموریت مخته وړي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوي ستراتیژۍ د اعلان پر مهال وویل چې دغه ستراتیژۍ د جګړې په ډګر پورې تړلې ده او کوم زماني مهال ویش نه‎لري.

ولسمشر ټرمپ ویلي و چې د پاکستان په وړاندې به یې دریځ تروریستانو ته د پناه ورکولو له کبله لا سخت شي.

واشنګټن پوسټ د ولسمشر ټرمپ له قوله لیکي:

امریکایي ځواکونه به د نوي ستراتیژۍ د عملي کېدو لپاره د اړتیا وړ وسایل او نوي جنګي مقررات ولري.

ورځپاڼه د امریکایي چارواکو له قوله وایي، د جنګ دغه نوي مقررات ښایي امریکایي ځواکونو ته اجازه ورکړي چې وسله‎وال طالبان په هرځای کې په نښه کوي ان که هغوی په مستقیم ډول افغان ځواکونو ته کوم ګواښ هم نه‎وي.

XS
SM
MD
LG