د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۶

د افغانستان په اړه د امریکا پر اعلانېدونکې ستراتېژۍ د کارپوهانو باور


د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه چې ټاکل شوې نن دوشنبه ناوخته اعلان شي، افغان سیاسي او امنیتي کارپوهان بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د امریکا نوې ستراتېژي یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې سیمه‌ییزه ده.

دی وايي، د دغې ستراتېژۍ له مخې به پر پاکستان فشارونه زیات شي چې د ترورېستي ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي
د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"دا ستراتېژي سیمه‌ییزه ده، یوازې د افغانستان لپاره نه‌ده، یعنې د پاکستان، هندوستان، ایران او سیمې په اړه یو دید لري، په ځانګړي ډول، پاکستان ته خبرداری ورکول کېږي چې د ترورېستانو په ځانګړي ډول، د حقاني شبکې له ملاتړه لاس واخلي."

ویل کېږي چې دغه ستراتېژي تر اوږدو بحثونو وروسته، اوس اعلان ته نېږدې ده، خو امریکايي چارواکو مخکې تر دې چې دغه ستراتېژي د ولسمشر ټرمپ له لوري اعلان شي، په دې اړه له څه ویلو ډده کړې ده.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس پرون وویل چې د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو نوې ستراتېژي په بشپړه توګه دقیقه ده او دوی ترې خوښ دي.

هغه دا څرګندونې هغو خبريالانو ته وکړې چې منځني ختيځ ته له ده سره په سفر کې ملګري وو.

جېمز مټېس یو له هغو کسانو دی چې افغانستان ته د سرتېرو د استولو ملاتړ کوي.

د امریکا دفاع وزارت مخکې اعلان کړی و چې په نوې ستراتېژۍ کې به افغانستان ته د شااوخوا څلور زره اضافي سرتېرو د استولو مسئله د بحث وړ موضوع وي.

له افغانستانه د امریکايي پوځيانو بشپړ وتل، د پوځيانو زیاتول او د افغانستان د جګړې خصوصي کول هغه درې مسایل وو چې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ د اعلان موده‌یې ځنډولې وه، کومه چې اوس ویل کېږي، ډېره نېږدې ده.

خو یو امریکايي مقام د نوم د نه‌ښودلو په شرط روېټرز خبري اژانس ته وایي چې د ټرمپ د ادارې لوړپوړي امنیتي همکاران افغانستان ته د درې تر پنځه زره امریکايي سرتېرو د استولو په پرېکړې ولاړ دي چې دا سرتېري به په جګړه کې افغان پوځیانو ته اوږه ورکړي.

خو یو شمېر افغان پوځي کارپوهان په دې نظر دي چې افغانستان ته د نویو امریکايي سرتېرو د استولو پر ځای به، ډېر مؤثریت په دې کې وی چې افغان امنیتي او هوايي ځواکونه تجهیز شوي وی.

له ډلې يې عبدالهادي قریشي ازادي راډيو ته وویل:

"د نویو پوځيانو په راستولو سره به په افغانستان کې کاري فرصتونه زیات شي، خو د دې تر څنګ که له افغانستان سره د پوځیانو په تجهیز، تمویل، روزنه او د ملاتړ په برخه کې مرسته شوې وی، نو دا به د نویو پوځيانو د راستولو پر ځای غوره اقدام وی."

له دې وړاندې افغان حکومت هم ویلي چې په دغه هېواد کې د بهرنیو پوځیانو د محاربوي مأموریت ملاتړ نه‌کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال تېره اوونۍ ازادي راډيو ته وویل چې افغان پوځیان په خپله جګړه اداره کولای شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

ښاغلي مینه‌پال هیله ښودلې وه چې په نوې ستراتېژۍ کې د افغان پوځیانو ملاتړ او د ترورېستانو د پټنځایونو له‌منځه وړلو ته ډېر پام وشي.

خو دا چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره به د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې څه وي، لا هم دقیق نه‌دي معلوم او په اړه‌یې څه ویل او اټکلونه د هغو کاغذونو د شا لوستل دي، کوم چې ویل کېږي، د مخ توري یې یوازې ولسمشسر ټرمپ ته معلوم دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG