د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

ووټل: له پاکستانه باید پر ګاونډیو د بریدونو لپاره استفاده ونه شي


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټل ټینګار کړی چې د پاکستان له خاورې څخه باید پر ګاونډیو د بریدونو لپاره استفاده ونه‎شي.

د رویټرز خبري اژانس دا خبره په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د یوې اعلامیې په حواله کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې جنرال ووټل د شنبې په ورځ پاکستان ته د سفر پر مهال د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر باجوه سره وکتل.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټل
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټل

محمد شفیق همدم چې په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار او سیاسي څیړونکی دی وايي، د جنرال ووټل دا څرګندونې پاکستان ته یو نظامي خبرداری دی.

د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو په نوې ستراتیژۍ کې چې لا اعلان شوې نه‎ده ویل کېږي چې د واشنګټن او اسلام‎اباد پر اړیکو هم غور کېږي.

د کمپ ډیویډ غونډه د افغانستان لپاره څه لري؟

رویټرز خبري اژانس وايي، یو وړاندیز دا دی چې که پاکستان د طالبانو د لوړو پوړو مشرانو او حقاني شبکې پر ضد اقدامات ونه‎کړي، نو د امریکا متحده ایالات به په دې اړه چې پاکستان په رسمي توګه د ترهګرۍ یو ملاتړی هېواد وبولي، غور وکړي.

شفیق همدم ازادي راډیو ته وویل، که پاکستان د ترهګرۍ د یو ملاتړي هېواد په توګه وپيژندل شي، له درې ډوله بندیزونو سره به مخ شي.

د ناټو پخوانی سلاکار محمد شفیق همدم
د ناټو پخوانی سلاکار محمد شفیق همدم

دی وايي:

"لومړی- خو پر پاکستان د امریکا له‎خوا د وسلو خرڅلاو بندېږي.

دوېیم- د امریکا پوځي مرستې به له پاکستان سره پای ته ورسېږي.

درېیم- دا چې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې مرستې به له پاکستان سره بندې شي چې دا د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده."

تردې مخکې امریکايي چارواکو ویلي چې افغان طالبان د پاکستان په پوځ او استخباراتي اداره کې د ځینو عناصرو له مرستې برخمن دي.

خو اسلام اباد دا رد کړې او وايي، په وزیرستان کې یې د طالبانو د ملګرو وسله‎والو پر ضد جګړه کې قربانۍ ورکړي دي.

پردې سربېره لوړ پوړي امریکايي جنرال جوزېف ووټل، له پاکستان سره پوځي همکاري او حتی تر اوسه پیاوړي همکاري مهمه بللې ده.

جنرال ووټل په داسې حال کې پاکستان ته ځي چې د امریکا ولسمشر تازه پر خپل ټویټر لیکلي، د افغانستان او نورو مسئلو په اړه یې د کمپ ډیوېډ په وروستۍ غونډه کې پریکړې کړي دي.

تراوسه د دې پریکړو جزئیات نه‎دي څرګند. خو دا مهال ټول په دې تمه دي چې ولسمشر ټرمپ به په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره له کومو وسایلو او لارو چارو کار اخلي.

XS
SM
MD
LG