د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

مسیر: له اوږدو لانجو وروسته د ټرمپ تګلاره وروستۍ شوې ښکاري


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې سټراټېژۍ په اړه په یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

هیواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د افغانستان په اړه له خپلو سلاکارانو سره پرېکړې ته رسېدلی دی.

په مطلب کې راغلي چې د امریکا ولسمشر په خپل ټویټر پاڼه کې لیکي چې په ډیویډ کمپ کې د افغانستان په شمول ډېرې پرېکړې وشوې.

خو د مطلب لیکوال دا هم لیکي چې تر اوسه دا معلومه نه ده چې د افغانستان په اړه څه پرېکړه شوې.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه په خپل یو مطلب کې لیکي، د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس وايي، د افغانستان د جګړې د تګلارې د تنظیمولو له چارو راضي دی، خو د نوې تګلارې په اړه یې هیڅ جزئیات نه دي ورکړي.

په مطلب کې راغلي، نوموړي منځني ختیځ ته د سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي چې تر کومه ولسمشر ټرمپ دا تګلاره اعلان نه کړي، دی یې په اړه خبرې نه کوي.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا خپله سر لیکنه همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.

مسیر لیکي، له اوږدو لانجو، اختلافونو، بحثونو او خبرو وروسته د ټرمپ تګ لاره وروستۍ شوې ښکاري.

په سرمقاله کې راغلي، د تګلارې په اړه جزئیات نشته، خو دا خبره روښانه ده چې افغانستان ته نور ځواکونه رالېږل کېږي، په نوې تګلاره کې نه د وسله والو د ماتولو لپاره او نه هم پر پاکستان د فشار لپاره څه شته، د سولې او جوړ جاړي بحث خو په کې هیڅ ځای نه لري.

د سرمقالې لیکوال لیکي، ویل کېږي چې تر پنځو زرو پوځیان به رالېږل کېږي او دلته به جګړه دوام کوي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې، چې اوس دې تګلارې ته نوې تګلاره ویلی شو او که نه همغه زړه لار ده چې مونږ ته له جګړې او وحشت پرته بل څه نه راکوي؟

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکي، افغان چارواکي وايي د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتېژي ګټوره او برخلیک ټاکونکې ده.

د مطلب لیکونکي لیکي، خو زه په دې باوري نه یم چې هغه ستراتېژي کوم چې امریکا د افغانستان په اړه طرحه کړې او اعلان به یې کړي افغان چارواکي یې په اړه په څه وپوهېږي.

په مطلب کې راغلي، هغه ټیم چې د ټرمپ په حکومت کې د افغانستان د ستراتېژۍ په اړه پرېکړه کوي، خپل اهداف به مخته یوسي او په افغانستان کې به امریکايي سرتېري ډېر کړي.

خو یوازنۍ فرق چې موجود به وي، هغه دا چې د دوی دریځ به د تېر په پرتله یو څه ډېر تهاجمي وي

XS
SM
MD
LG