د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

جېمز مټېس: د افغانستان په اړه د امریکا ستراتېژي بشپړه شوې او ترې خوښ یو


لوړپوړي امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو نوې ستراتېژي په بشپړه توګه دقیقه ده او دوی ترې خوښ دي.

د متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس پرون دا مسئله یاده کړه.

هغه وویل، هر څه دقیق جوړ شوي او بیا کتنې ته نه‌ولاړل.

مټېس زیاته کړه:

"زه ډېر راضي یم چې ستراتېژيکه پروسه په بشپړه توګه دقیقه وه او د بیا کتنې مرحلې ته نه‌ولاړه چې څه ډول پوښتنې به راولاړې کړي او څه ډول پرېکړې کېدلای شوی."

هغه دا څرګندونې هغو خبريالانو ته وکړې چې منځني ختيځ ته له ده سره په سفر کې ملګري وو.

جېمز مټېس یو له هغو کسانو دی چې افغانستان ته د سرتېرو د استولو ملاتړ کوي.

د امریکا دفاع وزارت مخکې اعلان کړی و چې په نوې ستراتېژي کې به افغانستان ته د شااوخوا څلورو زره اضافي سرتېرو د استولو مسئله د بحث وړ موضوع وي.

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس
د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس ته ولسمشر ډونالد ټرمپ په جون میاشت کې دا واک ورکړ چې افغانستان ته د سرتېرو د لېږلو یا نه‌لېږلو یا د پاتې سرتېرو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ د واشنګټن ډي سي په کمپ ډېوېډ کې د افغانستان په شمول په یو لړ مهمو موضوع‌ګانو له خپلو لوړپوړو امنیتي همکارانو سره خبرې کړې دي.

هغه وویل چې د افغانستان په شمول‌یې د ګڼو نورو مهمو موضوع‌ګانو په اړه پرېکړې نیولې دي.

نه ولسمشر ټرمپ او نه هم سپینې ماڼۍ تر اوسه دا پرېکړې اعلان کړي.

روېټرز خبري اژانس ویلي، یوه امریکايي مقام د نوم د نه‌ښودلو په شرط ویلي چې د ټرمپ د ادارې لوړپوړي امنیتي همکاران افغانستان ته د درې تر پنځه زره امریکايي سرتېرو د استولو په پرېکړې ولاړ دي څو دا سرتېري په جګړه کې له افغان پوځیانو سره لاس ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس ویلي ولسمشر ټرمپ به په خپله ستراتېژي اعلان کړي.

ښاغلي مټېس زیاته کړه:

"په دې اړه ولسمشر لکه څنګه چې خپله‌یې ویلي پرېکړه کړې ده. هغه غواړي چې په خپله دا خبره امریکايانو ته اعلان کړي نو تر هغه وخته پورې به زه څه نه‌وایم."

د اوس لپاره په افغانستان کې تر ۱۳ زره ډېر بهرني پوځیان شته چې شااوخوا اته زره څلور سوه‌یې امریکایي دي.

په امریکا کې دننه بیا افغانستان ته د سرتېرو د لېږلو او نه‌لېږلو د پرېکړې مخالفین او ملاتړي زیات دي.

په سنا او استازو جرګه کې د خلکو استازي په تمه دي چې د افغانستان او سیمې په اړه ستراتېژي دوی ته ولېږل شي.

افغان حکومت هم افغانستان ته د تازه دمه امریکايي سرتېرو راتګ مثبت ارزولی، خو ټینګار یې کړی چې نه‌غواړي د امریکا یا ناټو عسکر دلته په جګړه کې داخل شي.

ګڼو افغان چارواکو او په ر‌أس کې یې ولسمشر محمد اشرف غني د افغان پوځیانو وړتیا ستایلې او ویلي يې دي چې دا پوځیان په خپله جګړه مخته وړي او دا کار یې له وس پوره دی.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو د قول اردو په پرانیست غونډه کې وویل چې دغو پوځیانو د جګړې وضعیت بدل کړی او دښمن‌یې لویو هدفونو ته نه‌دی پرېښی.

ښاغلي غني دا ګواښ هم وکړ که وسله‎وال طالبان تسلیم نه‌شي افغان ځانګړي ځواکونه به‌یې په زور تسلیم کړي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت هم ویلي چې افغان ځانګړو ځواکونو تر اوسه هېڅ کومه جګړه نه‎ده بایللې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG