د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

اتلانتیک: په افغانستان کې سیاسي وضعیت زیات تغیر کړی


اتلانتیک خپرونه لیکي کله چې د امریکا متحد ایالتونو په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو رژیم ړنګ کړ نو د هغه وخت او نن سیاسي وضعیت ډېر بدل شوی دی.

خپرونه لیکي، د امریکا متحد ایالتونه په ښکاره په سیمه کې له یو شمېر هېوادونو سره لکه روسیه، چین او ایران په سیالي دي.

د خپرونې په باور له تېرو شلو کلونو راپه دې خوا دغه سیالي د نړۍ په مختلفو سیمو کې روانه ده.

د دې سیالۍ لپاره د اتلانتیک چاپي خپرونې په باور، متحد ایالتونه خپلو امنیتي ګټو ته پاملرنه کوي، کله چې امریکا په یوې کورنۍ جګړې کې مداخله کوي نور واړه ملتونه اړخ ته کېږي او چې کله دغه هېوادنه څنډې ته شول دوی په خپلو کې سره نژدې کېږي چې ستونزه حل کړي.

اتلانتیک خپرونه لیکي که چېرته امریکا د افغانستان له جګړې لاس واخلي نو ښایي ایران د خپلو ګټو لپاره د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي.

بل لور ته به روسیه چې د سوریې په جګړه کې د ایران متحده ده افغانستان ته مخه کړي.

اتلانتیک لیکي که امریکا افغانستان ته شا کړي طالبان به بیا هم بریالي نه شي ځکه چې نه ایران له زړه د طالبانو پر بري خوشاله دی نه هم روسیه.

خپرونه وړاندې لیکي، د دوو هېوادو، ایران او روسیې مداخله به پاکستان مجبوره کړي چې چین ته مخه کړي، چین به له روسیې سره د افغانستان په چارو کې یو ډول مشترک دریځ پیدا کړي چې دغه نژدې والی د امریکا د متحد ایالتونو لپاره ستونزمن دی.

د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د یوه امریکایي عسکر د مړینې مسئلې ته اشاره کړې ده.

۲۷ کلن ارون ګرین بریت د پنجشنبې په ورځ ناوخته په ننګرهار کې ووژل شو.

د ورځپاڼې په باور له دې سره روان کال په افغانستان کې د مړه شویو امریکایي عسکرو شمېر لسو ته ورسېد چې اووه یې له داعش سره د مستقیمې جګړې پر مهال وژل شوي دي.

امریکایي چارواکو ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې به د داعش پرضد هلې ځلې زیاتوي او دا ډله به ځپي.

XS
SM
MD
LG